ضيا مسعود: د مزدور حکومت تر نسکورولو به خپله مبارزه جاري ساتو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۳) الماس خدرخېل

احمدضياء مسعود چې د تېرې ورځې د لاريون د مشرانو او تنظيمونکو له ډلې څخه و وويل، چې تر هغې به خپله مبارزه روانه ساتي ترڅو چې دغه مزدور حکومت يې نسکور کړی نه وي.

نوموړی د جمعيت ګوند غړی او مخکې تر دې د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی و.

مسعود وايي، د ملي يواوالي حکومت مشروعیت نه لري، ژرترژره دې موقت حکومت جوړ او نوې ټاکنې دې وشي.

هغه چې تېر ماذيګر يې د لاريون کوونکو په منځ کې خبرې کولې وويل، تر هغې به خپله مبارزه او لاريونونه جاري ساتي تر څو چې په حکومت کې مثبت تغير رانشي او دا حکومت مو بدل کړی نه وي.

د ولسي جرګې غړی لطيف پدرام هم چې د لاريون کوونکو په منځ کې د مسعود تر څنګ ولاړ و، وويل چې د حکو مت تر تغير پورې به يې دا حرکت او مبارزه جاري ساتي.

د راپورونو له مخې د تېرې ورځې په لاريون کې ۵ تنه ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button