ويسټ انډيز لومړۍ شل اوريزه لوبه له افغانستانه وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۳) الماس خدرخېل

د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ لومړۍ شل اوريزه لوبه د افغانستان ملي لوبډلې وبايلله او د ويسټ انډيز پر ګټه تمامه شوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې پر پنځو ويکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د لوبې کفتان اصغر ستانکزي د توپ وهنې پريکړه وکړه.

ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې.

په دې سيالۍ کې راشد خان او امير حمزه ښه لوبه وکړه چې راشد خان په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۳ او امیر حمزه په ۱۷ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ منډې وکړې.

له ګلبدين نايب پرته چې ۱۲ منډې يې جوړې کړې وې نور ټول لوبغاړي له لسو څخه په لږو منډو خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

وېسټ انډیز ټاکل شوی هدف په ۱۶،۳ اورونو او د څلورو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره پوره او په دغه لوبه کې يې د افغانستان ملي لوبډلې ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.

په دغه سيالۍ کې شاپور ځدران ۲ او راشدخان او کریم جنت يوه يوه ويکټه واخيسته.

ټاکل شوې ده، چې د شل اوریزو سیالیو د دغې لړۍ دوهمه لوبه به سبا د افغانستان په وخت د سهار په څلور بجې پېلېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button