ټويوټا نوی الوتونکی موټر بازار ته وړاندې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۳) الماس
ټویوټا چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او پخوانۍ د موټر جوړولو کمپنۍ ده ويلي، چې په ۲۰۱۸م کال کې نوی الوتونکی موټر بازار ته وړاندې کوي.
د دغه کمپنۍ مسئولين وايي، د (Sky Drive) په نوم دغه نوي لومړني الوتونکي موټر ازموينه به د راتلونکي کال ترپايه ترسره شي.
ټويوټا کمپنۍ خپلو ځينو کارکوونکو ته اضافي بوديجه ورکړې، چې خپل اضافي وخت د الوتونکي موټر پر جوړولو کار وکړي.
په ۲۰۱۲م کال کې يوې ډلې د الوتونکي موټر ډيزاين برابر او په ۲۰۱۴م کال کې يې د سکای ډرایو الوتونکي موټر جوړلو کار پيل کړ، چې تر دې دمه پکې ډېر پرمختګ ليدل شوی او یادې کمپنۍ دغې ډلې ته ډیره برخه اضافي پانګه هم بيله کړې ده.
دغه کمپنۍ وايي، دغه موټر لپاره يې ۳۵۰۰۰۰ امریکايي ډالره پانګونه کړې تر څو وکولی شي د دغه الوتونکي موټر ډېزاین ته رېښتینې بڼه ورکړي او په وينا يې چې دغه موټر به د نړۍ تر ټولو کوچنی الوتونکی موټر وي.
د ورکړل شويو مالوماتو له مخې سکای ډرایو به د ۶۲ میل في ساعت سرعت سره الوتنه کوي او پر سړک به په ساعت کې ۹۳ میل چټکتیا سره سفر کولی شي.



