ایا د څو کسانو په ګوښه کېدو به امنیت ټینګ شي؟
تبصره
د کابل ښاریانو لا د تیرې ورځې د چاودنو د ارام ساه نه وه اخستې، چې یو ځل بیا کابل کې د شویو مرګونود اعتراض په اړه مظاهرې وشوې. که څه هم مظاهرې په لومړیو کې په ارامه فضا کې وي خو چې ارګ ته یې د تلو مخه ونیول شوه، په تاوتریخوالي بدلې شوې.
د کابل مظاهرې یواځې په دې اعتراض نه وې چې ولې په کابل کې مرګونې پېښه وشوه، پکې تر سلو پورې کسان ووژل شول او تر څلور سوو زیات ژوبل شول؛ مظاهرو کې په دې اعتراض زیات ؤ چې موجوده حکومت د حکومتولۍ اهل نه دی او باید هغه کسان چې د هېواد او په ځانګړې توګه د کابل د ښار امنیت ورته سپارل شوی او ساتلی یې نه شي، هغه له دندو ګوښه کړل شي.
دا چې مظاهرې یا لاریون چا کړی و او د چا لخوا یې لارښوونه کېده، د کوم سیاسي ګوند کسانو پکې ونډه درلوده، موږ د هغوی سره کوم سیاسي تړاو نه لرو؛ خو دومره ویلای شو چې لاریون کوونکو چې کوم شعارونه ورکول او یا یې د څه غوښتنه کوله، هغه د هغوی حق و او باید تر ارګه پورې یې خپل لاریون ته دوام ورکړی وای.
لاریون کوونکي چې د تیرې ورځې د پېښې په ځای کې راټول شوي و او ارګ ته یې ځان رسول غوښتل ډزې پرې شوې دي، چې د راپورونو په اساس ۷ تنه پکې وژل شوي دي او تر ۲۵ زیات ژوبل دي، خو لا د لاریون کوونکو خوا د شعارونو په ورکولو سړه نه وه چې ډزې پرې پیل شوې. دا د غم د پاسه بل غم شو.
لاریونوالو د افغانستان د ملي امنیت شورا، ملي امنیت رییس، د کورنیو چارو وزیر او کابل امنیه قومندان د لرې کېدلو غوښتنه کول.ه که د لاریون کوونکو غوښتنه ومنل شي، بیا خو په هېواد کې امن امن دی؛ ځکه چې په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې امن نه شته، مرګونې پېښې دوام لري، باید د ټولو ولایاتو او ولسوالیو چارواکي له دندو ګوښه کړل شي. که داسې وشي نو نظام به بدلون ومومي او امن به رامنځ ته شي.
د تیرې چهارشنبې د ورځې برید کوونکي له مخکې نه د خپل هدف یوې برخې ته رسېدلي یاني د جرمني سفارت ته يي ځان نږد کړی دی.
د کابل د مظاهره کوونکو هدف دا دی چې د کابل واکمن ولې دومره بې کفایته شول چې د ښار زړه ته په ټنونو بارودپ مواد ورسول شول او په لسګونه افغانان یې پرې ووژل.
په کابل کې تازه مرګونې پېښې جرمني ته هم ثابته کړه چې افغانستان د امن هېواد نه دی او افغانان بېرته خپل هېواد ته باید را و نه لیږي، هغوی به هم په خپله پالیسۍ غور کوي. او د دې پېښې دویم هدف دا هم کېدای شي چې امریکا د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتیژۍ له سره غور وکړي. دا خو موږ د شوې پېښې په اړخونو نظر اچوو؛ خو په ټوله کې د څو کسانو په ګوښه کېدو امنیت نه شي ټینګېدای. دا ډول پېښې په ټول هېواد کې کېږي او په ټول هېواد کې د حکومت چارواکي باید له کاره ګوښه کړل شي. مانا دا چې که په افغانستان کې ولس امن غواړي نو د حکومت د ګوښه کېدا لپاره دې لاریون وکړي، چې حکومت ګوښه کړل شي؛ د څو کسانو په ګوښه کېدا امن نه شي ټینګېدای.



