جي آی زيډ موسسې خپل بهرني کارکوونکي له کابله وايستل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) الماس خدرخېل

په کابل کې د د المان هېواد (جي آی زيډ) مرستندويه موسسې خپل بهرني کارکوونکي او د جرمني تبع وګړي د وروستيو ممکنه بريدونو له ويرې له افغانستانه ايستلي دي.

دغې نړيوالې موسسې رسنيو ته ويلي، چې په کابل کې د جدي امنيتي ګواښونو له ويرې يې کارکوونکي له افغانستانه ايستلي خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د جرمني اژانس د معتبرو پټو سرچينو له قوله ويلي، چې يواځې لس کارکوونکي په کابل کې پاتې دي او نور ټول متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

د سرچينې په وينا په دغه خيريه ټولنه کې د جرمنيانو په ګډون شاوخوا سل تنه د نورو هېوادونو خلکو کار کاوه او دغه راز ۱۴۰۰ افغانان هم پکې په کار بوخت و.

پټو سرچينو د جرمني خبري اژانس ته ويلي، په کابل کې د وروستيو نا امنيو له رامنځته کېدو دوه ورځې مخکې دغې ادارې ته د جدي امنيتي ګواښونو د پېښېدو راپور رسېدلی و، چې له امله يې دوی له ۶ دفترونو خپل کار کوونکي ايستلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button