قطر وايي، پر دوی د ترورېزم د ملاتړ تورونه بې اساسه دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۵) الماس خدرخېل
څو ساعتونه مخکې داسې راپورونه ورکول شول، چې سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، مصر او یمن له قطر سره ډیپلوماتیې اړیکې او د اوبو او هوا له لارې هر ډول ارتباط پرې کړی دی.
دغه هېوادونو ته په غبرګون کې قطر هېواد ويلي، چې د دوی سره د يادو هېوادونو له لوري د ديپلوماتيکو اړيکو پريکول به پر دغه هېواد کوم اغيز ونه کړي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سعودي او نورو خليجي هېوادونو له لوري پر دوی لګول شوي د ترورېزم د ملاتړ تورونه بې اساسه دي او له دوی سره هيڅ ډول ثبوت نشته.
دغو هېوادونوپه یوه ګډ اقدام کې اعلان وکړ چې له قطره خپل دیپلوماتان باسي او له دې هېواد سره ټولې اړیکې پرې کوي.
يادو ټولو هېوادونو ویلي چې له قطر سره د ځمکې او هوا له لارې اړیکې پرې کوي او ټولو قطري سیلانیانو او په دغو هېوادونو کې میشتو قطریانو ته یې دوه اوونۍ وخت ورکړی چې د دوې له هېوادونو ووځي.
د قطر د بهرنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دوی دغه ډول پرېکړې به د قطري سېلانيانو او په قطر کې د مېشتو خلکو پر ژوند کوم اغیز ونه لري.
دغو هېوادونو قطر تورن کړی، چې د تروريستي ډلو، اخوان المسلين سره اړيکې لري او د ځينو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کوي.
د سرچينې په وينا د دغه خليجي هېوادونو موخه دا ده چې پر قطر خپلې غوښتنې ومني، زياتوي چې دا د دوی خپلواکي تر سوال لاندې راولي.
د قطر سره په داسې حال کې دا پريکون اعلان شوی، چې څه موده مخکې د دغه هېواد شهزاده ويلي و چې په سيمه کې ايران يوطرفه پرېښودل سم کار نه دی، چې له امله يې د سعودي او نورو خليجي هېوادونو غوسه راوپاروله.
















