(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۶) الماس خدرخېل
نن ماسپښين مهال د هرات ښار اړوند د مرکزي جامع مسجد ته څېرمه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته وويل، چاودنه د جامع مسجد د موټرو په تمځای کې شوې.
د هغه په وينا لومړني مالومات ښيي چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي.
نوموړی وايي، ښايي مرګ ژوبله له دې هم پورته شي، ځکه چې چاودنې ډيره سيمه تخريب کړې او لا د مړو شويو کسانو دقيقه شمیره نه ده معلومه.
ځآيي خلک وايي، په چاودنه کې زيات مالي زيانونه اوښتي او لږ تر لږه د څلويښتو موټرسيلکونو د ويجاړيدلو راپور ورکول شوی دی.
تر اوسه د بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه هم د چاودنې د هدف په اړه معلومات شته.


















