سوريه: امريکايي الوتکو د اسد په عسکرو هوايي بريد کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل
په سوريه کې د امريکا جنګي الوتکو د بشارالاسد په عسکرو بمبار کړی، چې پکې لسګونه سرتيري وژل شوي دي.
دغه هوايي بريدونه تېره ورځ ناوخته د سوريې په التنف ولسوالۍ شوي دي.
په سوريه کې د ائيلاف ځواکونو د قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد تائيد شوی او ويلي يې دي چې د اسد ځواکونه هغه ممنوعه سيمې ته داخل شوي ول کومه کې چې د اييتلاف ځواکونه استوګن دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه عسکر چې ټول ۶۰ تنه و په درنو او سپکو وسلو سمبال و او د التنف د ګارنيزيون ته د ننوتلو هڅه يې کوله.
اييتلاف وايي د دغو عسکرو له لوري ورته ګواښ متوجه و ځکه يې دغه عسکر بمبار کړي دي.
يوې دولتي سرچينې رسنيو ته ويلي، دغه هوايي بريد کې لسګونه عسکر وژل شوي دي.
تر دې رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې هم په یاده سيمه کې د امريکايي الوتکو له لوري د اسد عسکر بمبار شوي و.



