چارواکي: ارزګان کې د اردو عسکرو طالبانو ته څلور پوستې پريښي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل

د ارزګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو وسله والو طالبانو ته پرته له کوم مقاوته څلور پوستې خوشې کړي او خپله له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د خاص ارزګان امنيه قوماندان عبدالصمد نن ورځ ازادۍ راډيو ته وويل دغه پوستې تېره شپه د يادې ولسوالۍ د قلعه خور په سيمه کې پرتې وې چې د عسکرو له لوري طالبانو ته خوشې کړای شوي دي.

د قوماندان په وينا په دغه پوستو کې يو شمير وسلې او پوځي توکي هم وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې بيا کابل ټکی کام ته وويل، چې د ملي اردو عسکرو دغه پوستې د وسله والو طالبانو د پرلپسې خونړيو بريدونو له ويرې پريښي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تېره ورځ يې ادعا کړې وه چې د دغه ولايت په دهراودو ولسوالۍ کې ورته د زرتالې په سيمه کې د يوې پوستې قومندان (دریاب) له يو رينجر موټر او په زياته اندازه وسلو سره تسليم شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button