د ایران پارلمان کې ډزې او د خميني مقبره کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل

د ايران رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پارلمان ته وسله وال داخل شوي ډزې روانې دي او د پارلمان يو شمير غړي پکې ټپيان شوي دي.

د ایران تسنيم اژانس ويلي، په ډزو کې تر دې مهاله د پارلمان يو ساتونکی ټپي شوی دی.

خو د الجزيره د راپور له مخې په ډزو کې ټول اته تنه ټپي شوي دي، تر اوسه د وژل شويو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ارنا خبري اژانس ويلي، یوه بريدګرله ډزو وروسته د ایران د انقلاب مشر ایت الله خمیني مزار کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس  بیا د ایران د دولتي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې څلورو وسله والو او په پارلمان او مقبره بريدکړی چې يو پکې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

ډزې اوس هم روانې دي، د وژل شويو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پارلمان غړي وايي، بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button