پنټاګان: چين په پاکستان کې د پوځي اډې جوړولو هڅه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل
پنټاګان وايي، چين هڅه کوي ترڅو په پاکستان کې يوه پوځي اډه جوړه او دغلته خپل پوځيان ځاپرځای کړي.
د امريکا د دفاع وزارت له لوري په يو خپور شوي راپور کې راغلي، چين هېواد په بهر کې د پوځي اډې جوړولو چارې په افريقا کې پيل کړي او لومړنۍ اډه يې په جيبوتي جمهوريت کې پيل کړې ده.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې چين په هغه هېواد کې د پوځي اډو جوړولو هڅه کوي، کوم هېواد سره چې پخوانۍ ښې اړيکې او ستراتيژيکې ګټې لري لکه پاکستان.
د دفاع وزارت راپو کاږي د پاکستان هېواد د چينايي وسلو او مهماتو د بازار موندنې ښه هېواد دی.
تر اوسه د دفاع وزارت د دې راپور په اړه پاکستان يا چين څه نه دي ويلي.



