د نړۍ تر ټولو ګران بيه او ښکلی موټر

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل
د رولز رایس کمپنۍ په دې وروستيو کې د نړۍ تر ټولو ګران بيه او ښکلی موټر بازار ته وړاندې کړی دی.
د (Rolls Royce) کمپنۍ څو ورخې مخکې د “سويپ ټېل” په نوم بازار ته وړاندې کړ، چې د نړۍ تر ټولو د ګران بيه موټر لقب يې خپل کړ.
د Sweptail په نوم دغه موټر بيه ۱۳ ميليونه ډالره ټاکل شوې ده.
تر دې مخکې د بیوګاټي کمپنۍ د کېرون په نوم موټر جوړ کړی و چې درې ميليونه ډالره بيه يې درلوده.
اوس د رولزرایس په بيه د بيوګاټي څلور کېرون موټر پيرل کېدلی شي.
رایس کمپنۍ وايي، دا يو خاص موټر دی چې د ځانګړي کس او خوښوونکي لپاره جوړ شوی دی.
کمپنۍ د دغه کس نوم نه دی ياد کړی خو ويلي يې دي چې نوموړی د ځانګړو بيړيو او الوتکو د راټولولو شوقي دی، چې له دوی يې هم د دغه ډول موټر د جوړلو غوښتنه کړې وه.
د دغه موټر جوړول څلور کاله وخت نیولی او بېړۍ ته ورته جوړښت او ډېزاین لري.



