داعش د ایران په پارلمان او مقبره د بريد مسئوليت منلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۷) الماس خدرخېل

نن له غرمې مخکې د څلورو وسله والو له لوري د ايران په پارلمان او د انقلابي مشر خميني پر مقبره بريد ترسره شو.

په دغه بريد کې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پارلمان د یوه غړي الیاس حضرتي له قوله ویل شوي، چې په پارلمان کې په ډزو سره دوه ته وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

18920406_486822594994147_2905449472937680981_n
اعماق د داعش خبري رسنۍ دغه بريد منلی

د ايران تسنيم خبري آژانس همدا اوس د پارلمان ودانۍ په پاسني پوړ کې د وسله والو له لوري د څلورو کسانو د برمته کېدو خبر ورکړ.

لومړی سرتیری برید د خميني په مقبره کې وشو له هغې وروسته وسله واله نښته پيل شوه.

د تهران والي حسين هاشمي وايي، د مقبرې په بريد کې يو تن وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د ايران په پارلمان او د خميني په مقبره د ننيو بريدونو مسئوليت د داعش يا اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button