
سرليکنه
په کابل کې د سولې او امنيت په موخه يوه غونډه وشوه چې پکې تر٢٥ زياتو ګاونډيو، د سيمې او د نړۍ د نورو هېوادونو استازو برخه واخیسته، د کابل حکومت وايي چې دا غونډه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې رامنځ ته کولو په موخه رابللې وه چې څرنګه په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او د سولې په اړه د غوره لارې لټون وشي.
په دې غونډه کې د نورو هېوادونو د استازو علاوه د يوه کوربه هېواد د نماينده په توګه اشرف غني هم وينا وکړه، په خپله وينا کې اشرف غني وويل طالبان د سولې وروستی چانس لري، يوه ښه موقع ورکوو که طالبان غواړي په هيواد کې امن او سوله راشي نو دا یې وروستی چانس دی او بايد له دې موقع طالب مشران ګټه پورته کړي.
اشرف غني په خپله وينا کې وويل چې موږ په افغانستان کې د سيمې د هېوادونو سره د نظر په يووالي د سولې هڅې پيل کړې دي؛ خو حال دا چې په داخل د حکومت کې د سولې په اړه د چارواکو نظر د اشرف غني سره يووالي نه لري. د مثال په توګه، د بهرنيو چارو سلب اعتماد شوی وزير صلاح الدين رباني د حکومت سره د اختلاف له امله غونډې ته پرېنښودل شو، ځکه هغه تېره ورځ په يوه ګوندي غونډه کې موجوده حکومت د امن او سولې په اړه يو نااهله حکومت وباله. ویې ويل د موجوده امنيتي چارواکو پر ځای بايد نور اهل کار اشخاص په دنده وګمال شي.
اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې وروستی چانس لري خو غوښتنه یې هغه ړومبۍ غوښتنه ده چې کلونو کلونو راهيسې یې له طالبانو کوي، هغه چې په خوله کې ورکړل شوې خبره بيا بيا تکراروي وايي: له طالبانو غواړم چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
په اصل کې د نړيوالو هېوادونو استازو ته دا بلنه ورکړل شوې وه چې په غونډه کې د سولې د لارې هوارولو لپاره مذاکره کوو، خو اشرف غني د مذاکرې پر ځای خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه او ورسره یې دا هم وويل چې دا ترابده پرانیستې موقع نه ده او د هغه په وينا وروستی چانس دى.
دویم دا چې اشرف غني پر پاکستان غږ وکړ ویې ويل: د مذاکراتو لپاره دې خپله اجنډا او ميکانيزم را وړاندې کړي. د حيرانتيا خبره دا ده چې که اشرف غني جګړه او سوله د افغانستان ګڼي، بيا نو اجنډا له پاکستانه د څه لپاره غواړي؟ له پاکستانه بايد د نورو ګاونډيانو په څېر د سولې په پروسه کې مرسته وغواړي.
تېره اونۍ چې په کابل کې سختې چاودنې، مظاهرې او مرګونه وشول، اشرف غني یې دې ته اړکړ چې د طالبانو پخوانۍ وينا بيا تکرار کړي او ترې د سولې د وروستي چانس په نامه غوښته وکړي.
په دې غونډه کې چې د امريکا، ايران، پاکستان، سعودي عربستان او قطر په ګډون تر شلو زياتو هېوادونو استازو ګډون کړې ؤ، په اصل کې د نورو رابلل شویو هېوادونواستازو سره په افغانستان کې د سولې په اړه د هيڅ ډول حل لارې يادونه ونه شوه. دا نو بيا په دې مانا وه چې اشرف غني دې د دې يادو شلو هېوادونو د استازو په وړاندې طالبانو ته د سولې د وروستي چانس اورَونه وکړي.
که د يادو هېوادونو استازي د دې لپاره را بلل شوي وي چې د سولې په اړه ورسره د غوره لارې د لټون مشورې وکړي، بيا نو د طالبانو په نامه د سولې د وروستي چانس وينا د څه لپاره وه؟
د اشرف غني د دې وينا په ځواب کې به طالبان بيا اشرف غني ته وايي چې د جګړې وروستی چانس لری، تر اوسه دې په نيمه امنيتي پوځونو ناکامه جګړه کوله تر دې وروسته د ناکامي جګړې چانس هم نه لرې، غوره دا ده چې د ولس رایې ته ځان تسليم کړې بيا به له ګاوڼډيو، د سيمې او نورو هېوادونو نه غواړې چې له جګړې یې وژغوري.
په کابل کې د تيرې اونۍ پېښو دا وښودله چې اشرف غني د جګړې وروستى چانس لري، نور شايد د کابل او نورو ولاياتو د ساتنې چانس هم ونه لري او په دې پلمه چې په هيواد کې د ځان ژغورنې چانس پای ته ورسېد، په بېړه به د بهرنيو پوځونو د راغوښتلو غوښتنه وکړي.
اشرف غني بايد په خپله وينا کې څرګنده کړې وای، چې تاسې رابلل شوي هېوادونه مو د هېواد د سولې په نامه راغوښتي ياست او څرنګه په ګډه مشوره د حکومت او طالب مشرانو تر منځ د سولې او مذاکراتو لاره هواره کړو؟ څرنګه د رابلل شویو هېوادونو استازي زموږ سره د سولې او امنيت په اړه مرسته کولای شي؟
اشرف غني بايد د حکومت د چارواکو تر منځ اختلافاتو ته نظر وکړي او بيا دې دا ډول غوښتنه کوي .په داخل د حکومت کې اختلاف دومره اوج ته رسيدلی دی چې دا مهال حکومت په درې برخو ويشل شوی او هره برخه یې غواړي د طالب مشرانو سره په مرموزو کتلو سره نورې خواوې له منځه وباسي.
که اشرف غني طالبانو ته د سولې وروستی چانس بولي، خپله یې د جګړې وروستی چانس دی؛ نور په حکومت کې د خپل منځي اختلاف له امله د طالب وسله ولو په مقابل کې مقاومت نه شي کولاى او د کابل وروستۍ پېښې یې د جګړې وروستی چانس دى.



