د قطر سره اړیکې پرې کول؛ پر عربي نړۍ د امریکا لومړی ګوزار!

عزیر اسدخېل

څه موده مخکې د امریکا ولسمشر سعودي عربستان ته سفر وکړ او دا دی په تعقیب یې د سعودي عربستان په مشرۍ سعودی، متحده عربي اماراتو، مصر، لیبیا، یمن، بحرین او مالدیف هېوادونو په ناڅاپي توګه او په پوره همغږۍ سره د قطر له دولت سره په ۲۴ ساعتونو کې خپلې دیپلوماسي او اقتصادي اړیکې پرې کړې او په خلاف یې یو غوڅ دریځ خپل کړ.

امریکا له ډېر پخوا راهیسې په اسلامي نړۍ کې د سني او شیعه تر مینځ د جنګونو په موخه مختلف النوعه پلانونه په لاره اچولي و. سرمایه ګذاري یې کړې وه. کرهڼه یې کړې وه او بالآخره یې لوړ حاصل تر لاسه کړ. هغه داسې چې د خپلو وسلو د کمپنیو ډول ډول وسلې یې پر دغو سني او شیعه جنګیالیو وپلورلې، نوه م یې اقتصادي ګټې تر لاسه کړې او هم یې خپل قوي دښمن (اسلام او مسلمانان) یو پر بل ووهل او وټکول، چې یو مثال یې د ایران او عراق تر مینځ جګړه وه چې دواړه هېوادونه یې کمزوري کړي دي.

د شیعه او سني په جنګولو کې تر بریا وروسته امریکا د ټرمپ په وسیله اوس غواړي چې په فابریکو کې پاتې وسلو ته هم بازار او مارکیټ پیدا کړي او هغه دا چې د عربي هېوادونو خلک یو پر بل، یعني عرب په عرب ووهي او له بلې خوا خپلې وسلې په دغه جګړه کې پر جګړه مارو وپلوري. تاسې به خبر یاست چې کله ټرمپ سعودي ته سفر درلود نو د میلیاردونو ډالرو د وسلو قرارداد یې له سعودی عربستان سره لاسلیک کړ.

امریکا له یوې خوا د ایران په لمسولو په یمن کې د سني او شیعه تر مینځ، خو د فارسي او عربي تر مینځ جګړه پیل کړه او له بلې خوا اوس غواړي چې د قطر عربي هېواد هم له نورو عربي هېوادونو سره په جګړه کې ښکیل کړي. څوک د عربي + فارسي د جګړې په تعقیب د عربي + عربي تازه جګړه پیل کړي.

ټرمپ اوس په دې هڅه کې دی چې عربان ټول یو له بل سره لاس او ګریوان کړي، که نن یې له قطر سره په مخالفت کې ښکېل کړل نو پرون یې له یمن سره په مخالفت کې ښکېل کړي و او ورځ دوه وروسته به یې له یو بل عربي هیواد سره ښکیل کړی.

د تعجب خبره بیا دا ده چې عربي هېوادونه له نږدې یوې پیړۍ راهیسې د غاصبو اسرائیلو په وړاندې نه خو یو موټی شول او نه یې ورسره اړیکې پرې کړي او نه یې پر خپلو عربي فلسطینیانو او مسلمانانو چیرته ننګ وکړ، بلکې هر یو عربي هېواد له خپلې ویرې له غاصبو اسرائیلو سره پټې اړیکې ساتلې دي، ځینو یې لږ لږ ښکاره او ځینو نورو بیا بیخي ډانګ پېیلي ډول ښکاره کړي دي.

قطر ولې تر ټولو لومړی انتخاب شو؟

ځواب دا دی چې قطر د نورو عربي هېوادونو په پرتله یو څه اندازه اسلام او مسلمانانو ته وفادار دی او د نړۍ د مظلومو مسلمانانو غم او فکر ورسره دی، له دې پرته بله هیڅ ګناه نه لري. د مظلومو فلسطینیانو سره په صداقت سره خواخوږي لري. عربي هېوادونو له یوې پیړۍ راهیسې له اسرائیلو سره اړیکې پرې نکړې حال دا چې شپه او ورځ عربي مسلمانان په قتل رسوي او د ټولو مسلمانانو لومړۍ قبله یې غصب کړې خو بر عکس چې قطر د هیچا په خلاف وسله نه ده کارولي په ۲۴ ساعتونو کې ورسره اقتصادي او دیپلوماسي اړیکې پرې کوي.

ټرمپ له عربي هیوادونو څه غواړی؟

یواځینۍ موخه یې دا ده چې له دې وروسته سني په سني وټکوي او عرب په عرب او چې د ټکولو پر مهال څوک مظلوم او ضعیف واقع شي نو چې امریکا ته پناه یوسی، امریکا یې له ځانه سره وساتي، د خپولو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې استعمال کړي او خپلې وسلې د جګړې په دغه اور کې خرڅې کړي.

د سعودی عربستان او ورسره د ملګرو عربي هېوادونو په دې اقدام سره ټوله اسلامي نړۍ خواشینې ده او یواځینی هېواد اسرائیل دې چې له خوښۍ نه نڅاوې کوي.

خو عربي هېوادونه دې په دې پوه شي چې د امریکا دا ګذار به نه لومړی او نه وروستی وي. ډېر ژر به وګوري چې یو بل عربي هېواد هم ورڅخه منزوی کړي، بالآخره به یو یو عربي هېواد یو په بل پسی وټکوی، بالآخره به د امریکا استعمار ته لاره هواده شي او په آسانۍ سره به اسلامي ځمکه خپلې خیټې ته ننباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button