د برما د پوځ د ورکې شوې الوتکې لويه ټوټه موندل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل

د برما چارواکي وايي، د هغې ورکې شوې الوتکې ټوټه يې ميندلې چې د جنوبي ښار مياک او رنګون تر منځ د الوت پر مهال نادرکه شوې وه.

د هوايي ډګر چاراکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي الوتکه کې ۱۰۵ سپرلۍ او د عملې ۱۱ کسان ناست وو.

د دغه هېواد د پوځ مشر وايي، په الوتکه کې له نيمايي زياته سپرلۍ پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي و.

نوموړی زياتوي، د غورځېدلې الوتکې يوه لويه ټوټه يې د ميانمار په جنوي سواحلو کې موندلې ده.

دی وايي، د الوتکې د ټوټې په داخل کې څو جسدونه هم ميندل شوي دي.

د هوايي چلند ادارې ويلي، کله چې الوتکه داويې ښارګوټي شل کيلومترۍ ته نږدې شوه ورسره اړيکې پرې شوې.

تر اوسه د الوتکې د لويدو علت نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکو ويلي چې تحقيقات يې پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button