پر پارلمان برید؛ ایران ته د خطر زنګ!

تبصره
د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزار برید د ایران لپاره د خطر زنګ ووهل شو، مانا دا چې وروسته له دې به ایران د کابل په څېر ناامنه وګرځول شي؛ څو په ایران کې هم مظاهرو کولو او د حکومت خلاف پاڅونونو ته لاره هواره کړل شي.
د قطر سره چې څو عربي هېوادونو دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې، ویل کېدل چې ایران به له دې فرصته ګټه پورته کړي او د قطر سره به د سعودي عربستان پر خلاف خوله خوږه کړي، څو د ایران پر خلاف د امریکا او سعودي پلان د ځنډ او خنډ سره مخ کړي؛ خو په ایران کې تازه پېښو د ایران سیاسي لوری بدل او په خپلو کورنیو امنیتی ستونزو کې یې راګیر کړ.
دا چې په ایران کې پر پارلمان او د خمیني پر مزار برید نو تر پردې شا ته څه لري، هغه به وروسته پر پارلمان تر عملیاتو او ايراني چارواکو له ويناوو او دريځه څرګند شي؛ خو د برید پړه چې داعش ډلې پر غاړه ومنله په ایران کې به امنیتي ستونزې زیاتې کړي، هغه په دې باور چې پر پارلمان برید کولای شي پر هر ځای چې داعش وغواړي بریدونه ترسره کولای شي.
د ایران پر پارلمان برید که د قطر د دیپلوماتیکو اړیکو سره تړاو ولري، نوڅومره چې د قطرموضوع پیچلې کیږي هومره به په ایران کې امنیتي حالات خرابیږي او که ايران پر پارلمان برید د امریکا او سعودي ځانګړی پلان وي، بیا خو د ایران لپاره نور هم د خطر زنګ دی، چې شاید وروسته له دې د ایران په نورو اهمو تاسیساتو چې امريکا ته د زغملو نه دي، هم ورته بریدونه ترسره شي.
په ایران کې د شویو بریدونو پایله شاید ډیره خطرناکه وي او دا یې د ناامنیو د خطر لومړی زنګ دی، چې د ایران په زړه کې ووهل شو. که وروسته له دې نور بریدونه برید کوونکې ډلې په نظرکې نیولي وي، وخت په وخت به یې عملي کوي، چې د ایران موجوده حکومت به د سختو ستونزو سره مخ کړي.
په تهران کې دا ډول بریدونه، دا که د پارلمان او خمیني پر مزار ۸ تنه وژل شوي وي او که تر دې زیات د ایران د موجوده نوي حکومت لپاره د خطر سخت او د اندېښنې وړ زنګ دی.
د ایران او سعودي اختلافاتو ته چې په یمن کې او ایران امریکا اختلافاتو ته په سوریه کې وکتل شي، د اندېښنې وړ ځکه دي چې ایران د سعودي او امریکا دواړو سره سخت دريځ لري، چې په دواړو صورتونو کې ایران د سختو تاوانونو په زغملو له خپله دریځه پر شا کېدونکی نه دی.
که د ایران پر پارلمان برید په دې مانا وي چې ایران دې په یمن کې د حوثیانو له ملاتړه لاس واخلی او په ایران کې ورته بریدونه دوام وکړي، نه به ایران له خپله دریځه پر شا شي او نه به سعودي په یمن کې پر حوثي یاغیانو بری ترلاسه کړي، چې په دواړو صورتونو کې ایران له یوې خوا په خپل هیواد کې د ناامنیو او په یمن کې د حوثیانو د ملاتړ په دوام به له سختو ستونزو سره مخ شي.
داسې ښکاري چې ایران ته به هم لکه د افغانستان دوامداره جګړه په میراث کې پاتې شي.



