اردغان: زه به له قطر سره هر ډول ملاتړ ته دوام ورکړم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۰) الماس خدرخېل

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سعودي او نورو خليجي هېوادونو غوښتي چې په قطر لګېدلي بنديزونه دې لرې کړي.

هغه ويلي، د قطر منزوي کول د ستونزې هواری نه دی او ژمنه يې وکړه چې په سيمه کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

طيب اردوغان وويل، موږ به خپل قطري وروڼه يواځې پرېنږدو او له سعودي څخه يې په ځانګړي ډول غوښتنه وکړه چې (تاسې د په خليج کې تر ټولو ځواکمن او ستر دولت ياست. موږ مو د دوو سپېڅلو ځايونو ساتندويان بولو. تاسې بايد په ځانګړي ډول د دوستۍ لپاره کار وکړئ، نه دښمنۍ لپاره. دا هغه څه دي چې مونږ يې له تاسې د دوه سپيڅلو ځايونو د ساتندويانو په توګه هيله لرو).

په عين حال کې اردوغان د پارلمان هغه پريکړه تائيد کړې، چې له مخې به يې قطر ته د ترکيې پنځه زره پوځيان لېږل کېږي.

ادوغان په قطر د لګېدلو بنديزونو په اړه وايي، دا بايد په بشپړ ډول لرې شي او زياته يې کړه کله يې هم دوحه د ترهګرۍ په ملاتړ کولو نه ده ليدلې.

د هغه په وينا: (ځینې نارامه کېږي چې موږ له خپلو قطري وروڼو سره ودرېږو او خواړه ورلېږو. بښنه غواړم، زه به له قطر سره هر ډول ملاتړ ته دوام ورکړم).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button