(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۰) الماس خدرخېل
په کندوز او پکتيا کې په دوه جلا جلا بريدونو کې د نا معلومه وسله والو په ډزو سره ۹ ملکي خلک وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
د کندوز خان اباد ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې غير مسئوله وسله والو د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ تنه نور يې ټپيان دي.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د چهارتوت په سيمه کې رامنځته شوې او په خبره يې چې وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سيمه ييز اوسېدونکي وايي، ښايي د وسله والو موخه غلا وه خو د کور د مالک سره په جګړه اوښتې چې ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
اميري ويلي، د کور د مالک له خوا په ډزو کې هم دوه تنه وسله والو وژل شوي او زياتوي چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماسختن د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار اړوند د (زاهو) سيمه کې هم ناڅرګنده وسله والو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې له امله يې درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
ډيری وخت په دغسې کړنو کې سيمه ييزمحلي پوليس (اربکيان) ښکيل وي او وخت ناوخت د ولسي خلکو څخه راپورونه ورکول شوي، چې په غلاګانو، زورواکيو، قتلونو او اختطافونو کې دغه پوليس لاس لري.


















