سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

چين د هغه سولې ملاتړى دى چې د افغانانو په مالکيت کې وي!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 10, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter
 تبصره

تېره ورځ په قزاقستان کې د شانګهای په نامه د سيمه ييزو همکاريو غونډه وشوه، چې پکې د شانګهای د غړیو هېوادونو سرمشرانو او استازو ګډون درلود. په دې غونډه کې د سيمه ييزو همکاريو تر څنګ د يو شمېر مشرانو تر منځ د سيمې د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وشوې، چې د سيمې امنيتي حالاتو سمون د اقتصادي همکاريو سره بشپړه مرسته کولاى شي.

په دې غونډه کې چې د سيمې د هېوادونو مشرانو سره اشرف غني ليدنې وکړې، چين د هغو هېوادونو په ډله کې وشمېرل شو چې افغانستان سره یې د اقتصادي همکاريو تر څنګ په سيمه کې د امن او سولې په رامنځ ته کېدو ژمنه تازه کړه او اشرف غني ته یې د چين لخوا پوره ډاډ ورکړ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

اشرف غني د خپل چینايي سيال، جين پينګ سره په ليدنه کې دا ډاډ هم حاصل کړ چې د پاکستان سره د څه مودې راپدېخوا تاوتريخوالي له منځه وړلو کې به هم پينګ مرسته ورسره وکړي او په خپل منځګړیتوب به موجوده تاوتريخوالې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره ګټور تمام شي، خپلې هڅې وکړي.

د شانګهای په غونډه کې پر دې هم بحث وشو چې تروريزم يواځې د کوم هېواد نه، بلکې د سيمې لپاره ستر ګواښ دى او بايد ټول سيمه ييز هېوادونه د تروريزم په له منځه وړلو کې برخه واخلي، خو څومره چې په افغانستان کې د تروريزم له منځه وړلو ته اړتيا ده هومره نورو هېوادونو ته نه شته.

اشرف غني په خپله ليدنه کې د چين همسيال، جين پينګ سره په ليدنه کې دا يادونه هم وکړه چې افغانستان دا مهال د شلو تروریستي ډلو چې د کومې ډلې نوم یې وانه خیست مخ دى، پکار ده چې په افغانستان کې د سيمې د هېوادونو په همکاريو د دې تروریستي ډلو مخه ونيول شي او کنه د چين په  شمول د سيمې هېوادونه به ترې خوندي پاتې نه شي.

په قزاقستان شانګهای غونډه کې د يادونې وړ خبره دا ده، چې جين پينګ اشرف غني ته په ډاګه وويل: چين په افغانستان کې د هغه سولې ملاتړى دى چې مالکيت یې د افغانانو په لاس کې وي. يانې د پرديو تر سيورې لاندې سوله نه وي. د چين  د مشر خبره ډېره ژوره ده، چې  دا مهال به اشرف غني په افغانستان کې د سولې په اړه د پينګ په دې شرط عمل ونه کړای شي؛ ځکه چې په افغانستان کې سوله او جګړه دواړه د افغانانو مالکيت کې نه بلکې له امريکا سره دي.

يوه بله موضوع چې پينګ ورته د افغانستان په ګټه اشاره وکړه، هغه دا ده چې پينګ وويل چين چمتو دى په يوې درې اړخيزې ناستې سره د پاکستان او افغانستان تر منځ منځګړیتوب وکړي او د دواړو هيوادونو تر منځ موجوده تاوتريخوالى له منځه يوسي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوې دي، چې په افغانستان کې مخ په خرابېدو امنيتي حالات او د افغانستان لخوا پر پاکستان، سره له دې چې پاکستان رد کړي دي تورونه لګول، نورهم اړيکې سره ترينګلې کوي.

که د چين دا شرط چې په افغانستان کې به د سولې پروسه د افغانانو مالکيت وي، ومنل شي چين د پاکستان او افغانستان تر منځ په منځګړتوب او د سولې په پروسه کې تر ډېره حده لاس لرلاى شي؛ ځکه په تېر تاريخ کې چين د افغانستان سره داسې معامله نه ده کړې چې په خپله ګټه او د افغانستان په تاوان دې تمامه شي.

د ١٩٦٣ د اکتوبر په ١٢ مهؤ چې هغه وخت د افغانستان ټول کلنى عايد ٧٣ مليونه افغانۍ و، د پخواني شوروي اتحاد د اقتصادي همکارۍ د کمېټې رئيس، ارخيبوف د افغانستان سره د کوکچې او شبرغان  اقتصادي رغونه او پياوړتيا اعلان کړ، دهغه وخت د فوايد عامې د معين، محمد يعقوب عطايي او د پخواني شوروي اتحاد فوايد عامې د مشاور وزير، نکروف تر منځ لاس ليکونه وشول؛ چين هم په پيکنګ کې د افغان پلاوي سره په افغانستان کې د ١٩٦٣ميلادي کال د اګست په ١٧مه اقتصادي تړون لاس ليک کړ. چين دهغه تړون په رڼا کې  د شيرخان بند- هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او د کابل – کونړسيند د برېښنا د توليد د پروژې تړون لاسليک کړ.

چين ثابته کړې ده چې د افغانستان په اقتصاد کې به غوښنه مرسته وکړي، خو د سولې په اړه یې چې کوم شرط (د افغانانو مالکيت) ايښی دی يو څه ستونزمن تمام شي او دا هغه شرط دی چې په افغانستان کې یې د جګړې د له منځه وړلو او سولې د راتلو مخه ډب کړې ده.

مخکینې مطلب

نا څرګندو وسله والو کندوز او پکتيا کې ۹ ملکيان وژلي

بل مطلب

ایران، اسرائیل او منځنی ختیځ!

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com