(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
د ارزګان د ګيزاب ولسوالۍ خلک او قومي مشران وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې محلي پوليسو (اربکيانو) يوه وړه ماشومه نجلۍ له جنسي زورونې وروسته وژلې ده.
د دغې ولسوالۍ يو شمير قومي مشران د نوم له څرګندولو پرته ازادۍ راډيو ته ويلي، چې دوه ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ په دره سيدان سيمه کې محلي پوليسو په يوه اته کلنه نجلۍ جنسی تیری کړی دی.
د مشرانو په وينا دغه نجلۍ د اربکيانو له لوري د جنسي زورونې وروسته زيندۍ شوې او وژل شوې ده.
په سيمه کې يوې باوري سرچينې پېښه تائيد کړې او وايي چې دا کار د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) له لوري شوی او خلک يې اندېښمن کړي دي.
د سرچينې په وينا سيمه ييز اربکيان په اختطافونو، غلاګانو او د خلکو زورونه کې لاس لري هيڅوک نشته چې مخه يې ونیسي.
بل پلو د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم پېښه تائيد کړې او ازادۍ راډيو ته يې ويلي چې دغه کار د محلي پوليسو له لوري ترسره شوی دی.
د دغه ولايت په يو شمیر سيمو کې محلي پوليس (اربکيان) فعاليت کوي، چې وخت ناوخت ترې د ولسي خلکو د زورونې، په زوره د پيسو اخيستلو او غلاګانو راپورونه ورکول کېږي.


















