(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
د لیبيا د پخواني ولسمشر محمد القذافي ځوی سيف الاسلام قذافي له بنده خوشې شو.
د لیبيا د زينتان ښار کې ميشت د ابوبکر صديق وسله والې ډلې رسنيو ته ويلي، چې سيف الاسلام قذافي يې پرون ورځ له بنده خوشې کړی دی.
دغه ډله وايي، چې د قذافي د ځوی د خوشې کولو پرېکړه يې د توبروک په ختيځ ښار کې د مېشت پارلمان د بخښنې د اعلان پر اساس کړې ده.
سيف الاسلام ۴۴ کاله عمر لري چې د ۲۰۱۱ په نومبر کې ونيول شو او پنځه کاله يې په بند کې تېر کړل.


















