(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
د هرات ښار په چهارباغ فيروزه سيمه کې په يوه وسله وال بريد کې د شينډنډ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د اکمالاتو مسئول وژ شوی دی.
پوليس وايي، پېښه نن سهار اته نيمې بجې د انجيل ولسوالۍ د چهارباغ فيروزه په سيمه کې رامنځته شوې او وسله وال تښتېدلي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې نعيم خان پلی روان و چې نا معلومه وسله والو پرې ډزې وکړې او ځای پرځای ووژل شو.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.


















