(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل
د پکتيا ولايت مرکز ګرديز کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالرحيمزی وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرديزښار اړوند په شيخانو سيمه کې د پوليسو پر کاروان بريد وکړ، چې له امله يې يو پوليۍ ووژل شو او يو بل ټپي شو.
نوموړی وايي، په ځوابي ډزو کې يې يو شمير وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دغه جګړه کې ۱۳ پوليس وژل شوي او دوه نور د دوی د وسله والو له لوري ژوندي نيول شوي دي. مجاهد د ژونديو نيول شويو عسکرو انځورونه خپاره کړي دي.
طالبان وايي، په دې جګړه کې يې يو ټانګ يو بلدوزر سوځولي او د پوليسو ۹ ميله وسله هم دوی ته په لاس ورغلې ده.
په دغه جګړه کې طالبان د خپلو دوه وسله والو د ټپي کيدو خبر ورکوي.

















