یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

آيا نوې هوکړې به زړې ستونزې حل کړي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 12, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter
 سرليکنه

تېره ورځ په قزاقستان کې د اشرف غني او پاکستان د لومړي وزير، نواز شريف تر منځ  د شانګهای په غونډه کې د نورو مشرانو تر څنګ د دوی ترمنځ هم ليدنه وشوه او د ترهګرو ډلو پر ضد د فعالیتونو د تایید پر میکانیزم  یې هوکړه وکړه.

په دغه غونډه کې چې د سيمې مشرانو سره په خپلو کې د اجنډا له مخې د سيمې د هېوادونو د ستونزو د حل په اړه راټول شوي وو، د اشرف غني او نواز شريف تر منځ په افغانستان کې د روانو مخ په زياتېدونکو ستونزو نږدې يو ساعت خبرې وشوې چې دا خبرې د شانګهای د کنفرانس په يوه څنډه کې ترسره شوې.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

که څه هم په ټولو ولاياتو کې ناامني ده، خو د څو اونيو راپدېخوا په ځانګړې توګه د کابل وروستيو پېښو افغان چارواکي او د پاکستان لومړى وزير نوازشر يف دې ته اړ کړل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترينګلو حالاتو د له منځه وړلو او په سيمه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په يوه ميکانيزم خبره وکړي.

د دې تر څنګ چې دواړو مشرانو په خپلو کې سره د ترهګرۍ پر خلاف د معلوماتو په شريکولو خپلې هڅې کاميابې وبللې او هم یې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخيزې ډلې پر کار کولو هوکړه، د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره وبلله.

افغان چارواکو په کابل کې په تازه مرګونو  پېښو کې د لاس لرنې اشاره پاکستان ته وکړه، چې پاکستاني چارواکو په خپل وخت سره د افغان چارواکو لګول شوي تورونه رد کړل چې د دواړو هېوادونو تر منځ ترينګلي حالات نور هم پسې ترینګلي شول.

د پاکستان او افغانستان تر منځ څو څو واره چې کله په افغانستان کې دا ډول مرګونې پيښې شوې دي، يو پر بل یې تورونه لګولي او حالات د دواړو هېوادونو تر منځ تر څه وخته ترینګلې شوي دي، چې بيا د يو څه هڅو په کولو سره خپل عادي حالت ته راغلي دي.

اوس چې د قزاقزستان پلازمېنه آستانه کې د شانګهای په غونډه کې دواړو مشرانو اشرف غني او نوازشرف د زړو ستونز د حل په اړه نوې هوکړه وکړه، پوښتنه دا ده چې دا نوې هوکړه به زړې ستونزې حل کړي او که به په خپل ځای پاتې شي؟

په اصل کې افغانستان په داسې حالاتو کې چې د کابل مرکز یې هم په امن نه دی، يواځې د پاکستان نه بلکې د ټولو ګاوڼديو او د سيمې هېوادونو همکاريو ته اړتيا لري، چې په افغانستان کې د جګړې د له منځه وړلو، سولې او امن په راوستلو کې ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان چارواکو تل ويلي دي چې په افغانستان کې د سولې او امن غوښتونکي دي، خو ځینې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي چې د پاکستان په اړه یې افغان چارواکي بې باوره کړي او پر پاکستان یې بې له دې چې کره شواهد وړاندې کړي، تورونه لګولي دي. همدې بې باوريو او تورونو لګولو په اصل کې د افغانستان ستونزې نورې هم زياتې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې بې باوري زياته کړې ده.

افغان چارواکو هر وخت په داسې پېښو سره پر پاکستان د لاسوهنې تورونه لګولي دی، خو د کابل تېرو مرګونو پېښو چې تر ١٥٠ تنو په شمېر کابل ښاريان پکې ووژل شول، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې یې زياتې ترينګلې کړې.

يوه اونۍ دمخه  د چين لخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د مځګړتوب وړانديز شوىؤ، خو چې په کابل کې جوړ د سولې پروسې تر نامه لاندې کنفرانس کې اشرف غني وويل، افغانستان او پاکستان د پرمختګ او په دغو هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره له اسلام اباد سره سوله غواړي او پاکستان بايد يوه اجنډا ورته وړاندې کړي چې کابل او اسلام آباد په خپلو کې سولې ته سره ورسېږي، د شانګهای په غونډه کې یې د اشرف غني او نواز شريف ليدنې ته زمينه برابره کړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ  وخت په وخت د حالاتو د ترينګلتيا يو لامل په افغانستان کې د هند مخ په پراخېدو نفوذ دى، چې  د دواړو هيوادونو (هند اوپاکستان) سيالي په افغان خاوره کې ترسره کيږي. که نواز شريف غواړي په افغانستان کې امن او سوله راشي او په رښتينې توګه په خپلو ويناو عمل وکړي، دا به يواځې د افغانستان نه بلکې د پاکستان په ګټه هم وي. څومره چې په افغانستان کې امن وي هومره به په افغانستان کې د هند نفوذ کم وي او د نشت برابر کېدای هم شي.

د افغانستان د روانو حالاتو د څارونکو په اند، د هند صدراعظم نرندرا مودي چې اشرف غني ته ويلي دولس نيم سوه هنديان د افغانانوسره ولاړ دي، دا هم د پاکستان پر خلاف په افغانستان کې د سياسي مقابلې يو شکل دی، چې هند یې ترسره کوي او بيا په داسې حالاتو کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يو څه اړيکي ترينګې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ترېنګلو حالاتو ته چې وګورو، دا د پاکستان په ګټه ده چې په افغانستان کې حکومتي چاری او امنيت په کنترول کې وي، ځکه څومره چې په افغانستان کې نا امني وي هومره د پاکستان ضد عناصر په افغانستان کې فعاليت ته دوام ورکوي او په افغانستان کې سياسي واک هغه چا ته لاس ته ورځي څوک چې د هند سره سياسي نږديوالې لري.

پاکستان او افغانستان بايد په داسې حالاتو کې چې دواړه هېوادونه د نا امنيو سره مخ دي يو پر بل پوره اعتماد ولري او که د بې اعتمادۍ فضا تر منځ پاتې وي فکر نه کوو نوې هوکړې به زړې ستونزې حل کړي.

مخکینې مطلب

د ملا سراج الدین حقاني د وینا متن!

بل مطلب

ګرديز کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com