د امریکا پوځ د هغو ۳ امریکايي سرتېرو هویت څرګند کړی چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د یوه افغان سرتېري له لورې ووژل شول.
د امریکا پوځ د خپلو وژل شویو سرتېرو نومونه اریک ایم هوک (Eric M. Houck)، ویلیام ایم بېس (William M. Bays) او ډیلن سي بلډرېج (Dillon C. Baldridge) ښودلي دي.



درې ورځې وړاندې (د غبرګولې په ۲۰مه) د افغان ځانګړو ځواکونو یو تن سرتېری، عبیدالله د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر امریکايي سرتېرو ډزې وکړې چې له امله یې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو. له ډزو وروسته بریدګر سرتېری عبیدالله د خپلو افغان ملګرو له لورې ووژل شو.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او ويې ویل چې بریدکوونکی سرتېری د دوی نفوذي و. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې ګڼ شمېر نفوذي عسکر یې د دولت په لیکو کې ځای پر ځای کړي دي ”د هیواد په مختلفو سیمو کې زموږ ګڼ شمیر نفوذي مجاهدین د دښمن په لیکو کې دننه دهمداسې بریدونو لپاره شيبې شماري.“
تېره مارچ میاشت کې هم یوه افغان سرتېري په هلمند ولایت کې په ډزو ۳ امریکايي عسکر ټپیان کړل.
بریتانوۍ ورځپاڼه، ګارډین لیکي چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو بریدونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر مخامخ جګړې ډېر خطرناک دي. یاده ورځپاڼه وايي، له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ۱۵۰ زیات بهرني سرتېري د خپلو روزل شویو افغان سرتېرو له لورې وژل شوي دي.

















