ژباړه: عزیر اسدخیل
پوښتنه: ښاغلی ډاکټر جون!
که چیرې د یوه ژوي د ورمیږ د مخکینۍ خوا د وینو رګونه غوڅ کړای شي نو ژوي ته څه پیښیږي؟
ډاکټر جون:
یو ژوی او یا انسان چې کله یې په ورمیږ کې د وینې مخکیني رګونه غوڅیږي نو دغه مهال دغه ژوی سملاسي بې هوشه کیږي.
ډاکټر د بیلګې په توګه وویل:
که چیرته یو انسان په ورمیږ کې ونیول شي او خفه کړای شي او یا لږ غوندې زور ورکړای شي نو سملاسي یې په ډیر شدت سره سر تاویږي او ذهن یی غیر متمرکز ګرځي، دا ځکه چې مغزو ته یې په سختۍ سره وینه رسیږي، او که دغه فشار نور هم په ورمیږ باندې ورزیات کړای شي نو انسان خپل احساس له لاسه ورکوي او په بې هوشۍ اخته کیږي.
پوښتنه:
که د یوه حلال کړای شوي ژوي د ورمیږ په مخکینۍ برخه کې موجود د وینې رګونه چې کله قطع کړای شي او وینه د ژوي له بدن نه بهر شي نو عقل یې زایل کیږي؟
ډاکټر جون: طبعا هو.
پوښتنه:
نو آیا یو ذبح کړای شوی ژوی چې کله یې سملاسي ورمیږ غوڅ کړای شي آیا د درد حس کوي؟
ډاکټر جون:
طبعا نه، ځکه چې په دغه وخت کې د هغه عقل او شعور په پوره توګه زایل شوی وی.
پوښتنه:
نو بیا ولې دغه ژوی لغتې خیزونه او ټوپونه وهي لکه په درد چې مبتلا وي؟؟؟
ډاکټر جون:
ځکه چې کله د دغو وینو د رګونو د غوڅولو پر مهال د ذبح کړای شوی ژوي د ورمیږ هډوکی نه وي مات شوی او دا هغه څه دي چې د اسلامي ذبحې په طریقه کې په پوره توګه مراعات کیږي. ځکه چې کله ماغزه په وینې سره تغذیه شي نو قطع کیږي، او دماغ لا ژوندی وی، او عصبی ماشین چې په ورمیږ کې د شا له خوا نه تل د جسم د ټولو ماشینونو سره اړیکې ساتي، نو عصبي ماشین زړه او نورو عضلاتو ته اشارې صادروي، او په بدن کې ټولو موجودو خلایاو ته او دماغ ته وینه واستوي. په دې وخت کې خلایا اوأحشا په حرکت راځي.
او د حیوان د جسم په ټولو اجزاو کې عضلات یو ډول تشنجی تحرکات لري چې له امله یی وینه زړه ته پمپ کوي هغه چې وظیفه یې دماغ ته د وینې استول دي خو وینه د حیوان له بدن نه بهر ټوپ وهی په ځای د دی چې دماغ ته ولاړه شی، ځکه چې په مرۍ کې رګونه غوڅ کړای شوي وي. په همدې شکل عصبی جهاز اشاري ورکوی او د جسم ماشینونه وینه استوی نو د حیوان د بدن نه بهر ووځی، تر دی چې د ژوي بدن نه ټوله وینه ووځي او بدن یې تصفیه شي، خو دغه اوازې چې ګوندی ژوي د دغه ډول ذبحې په طریقه درد حس کوي په علمي لحاظ دا ثابته شوی ده چې دغه خبره غلطه ده، لکه څنګه چې مونږ یادونه وکړه چې په مجرد د دې سره چې د وینې رګونه غوڅ کړای شی نو ژوی بې هوشه کیږي او خپل احساس په نهایی ډول له لاسه ورکوي.
پوښتنه:
خو د طب له نظره، آیا دې کې مصلحت شته چې ګوندې وینه دې د حیوان په بدن کې پریښودل شي او تصفیه دې نکړای شی؟ او که نه د حیوان بدن باید د وینې نه تصفیه کړای شي دا به غوره وی؟
داکټر جون:
وینه د جراثیمو د ودې لپاره تر ټولو حاصلخیزه ماحول دی، همدا راز وینه د انسان بدن ته مضر مواد له ځانه سره لیږدوي، که چیرته دا وینه د ژوي له مړینې وروسته د ژوي په غوښه کې سملاسي پاته شي نو دا د جراثیمو د ودې لپاره ډیر حاصلخیزه ځاله ګڼل کیږي، چې تر څنګ یې نور داسې کارونه هم شته چې باید تر سره شي او خلاصی ورنه نشته.
پوښتنه:
د ژویو د ذبحه کولو د نورو طریقو په اړه مو نظر څه دی؟ په ځانګړې ډول هغه طریقې چې په زیاتره اروپایی هیوادونو کې تر سره کیږي لکه: ژوی په سر وهل تر هغې چې بې هوشه شي، بیا یی له هغې وروسته ذبحه کوي؟؟
ډاکټر جون:
دغه ډول طریقه د انسان روغتیا ته خورا خطرناکې پایلې لري، ځکه چې ژوی کله په دې شکل سره ووهل شي نو په بطی شکل سره مړ کیږي، او دغه په بطی شکل مرګ د دې لامل ګرځي چې د انسان په دین کې د غټو کولمو داخلي پرده خپل توان له لاسه ورکړی چې په غټو کولمو کې د موجودو باکتریاو مخنیوی وکړی نو باکتریاګانی د ژوي بدن څیري کړي او په وینو کې یې لامبا پیل کړی تګ راتګ پکی کوی او تفاعل ورسره کوی تر دی چی د ژوي په ټول بدن کې خپاره شي.
نو تر ټولو سالمه طریقه چې له باکتریاو او وینو پاکه غوښه ترلاسه شي هغه داده چي په ژوي کې د موجوده وینې نه ځان خلاص کړئ او د ژوي له بدن نه ټوله وینه وویستل شي.

















