غزل

ملا محمد مطمئن

غزل

جګو غرونو نه راغليه ستړی مه شې
د مورچل ګردو وهليه ستړی مه شې

شجاعت ته دې دښمن ګوته په غاښ دی
ټول کفري جهان منليه ستړی مه شې

تل د حق په سپين ميدان باندې جانانه
لکه ستوری ځلېدليه ستړی مه شې

د باطل تورو بلاوو مقابل کې
د فولاد غوندې غښتليه ستړی مه شې

د دې ښار ټول زنده سر درنه لوګی شه
ګړنګو کې ګرځېدليه ستړی مه شې

ماتې هيلې مو په تا پورې تړلي
د زړه سره او ښاغليه ستړی مه شې

مطمئن دې له مودو په انتظار وم
په ما ګرانه نازوليه ستړی مه شې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button