۹۸- په جزيرة العرب کې د مالچر او نهرونو ظهور (ښکاره کيدل)
د جزيرة العرب ليدونکي پوهيږي چې دغه علاقه ټوله تقريباً ۷۰ فيصده له آبادي څخه خالي او خوشې صحرا ده، نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په جزيرة العرب کې به مالچر او نهرونه ښکاره شي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لا تقوم الساعة حتى تعود أرض العرب مروجا وأنهارا وحتى يسير الراكب بين العراق ومكة لا يخاف الا ضلال الطريق وحتى يكثر الهرج قالوا وما الهرج يا رسول الله قال القتل ([1]).
ژباړه :
قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د عربو زمکه په مالچر او نهرونو بدله نشي او تر څو چې يو سپور د عراق او مکې په مينځ کې د سفر کولو په وخت کې د لارې له ورکولو پرته د بل هيڅ شي له نقصان رسولو ويره ونه لري : او تر څو چې (هرج) زيات نشي، صحابه کرامو عرض وکړ : اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! دا هرج څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : قتل او خونريزي.
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه يو قول داسې هم راغلی چې د الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
قيامت به قايم نشي تر څو چې مال زيات نشي، د مال زياتوالی به دومره وي چې يو سړی به خپل د زکاة مال واخلي او د يوه حاجتمند سړي تلاش به کوي مګر داسې څوک به پيدا نکړي چې هغه د ده مال قبلولو ته تيار وي : او تر څو چې د عربو زمکه مالچر او د نهرونو زمکه جوړه نشي ([2]).
حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه بيان کوي چې مونږ خلک د تبوک د غزا په کال له نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره يو ځای د جهاد په سفر د تبوک په لور روان شوو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم لمنځونه جمع کړل، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماسخوتن لمنځونه يو ځای اداء کړل، يوه ورځ نبي کريم صلی الله علیه وسلم لمونځ وروسته کړ، بيا راووت د ماښام او ماسخوتن لمنځونه يې يو ځای اداء کړل، له دې وروسته نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وويل : تاسې خلک به صبا انشاء الله د تبوک چينې ته ورسيږی، تاسو به د لمر له را پورته کيدو وروسته هلته ورسيږی، په تاسو کې چې هر څوک هلته ورسيږي هغوی ته پکار دي چې هغوی د هغې چينې اوبه زما تر راتګ پورې استعمال نکړي.
حضرت معاويه رضی الله عنه فرمايي : کله چې مونږ خلک هلته ورسيدو چې ګورو دوه نفر له مونږ څخه د مخه هلته رسيدلي دي، له چينې څخه يې اوبه په ډير تکليف سره لږ لږ را ويستلې دي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم له هغو دواړو پوښتنه وکړه : آيا تاسو دا اوبه استعمال کړې دي؟ هغوی وويل : هو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم له دې داوړو کسانو څخه د ډير سخت خفګان او ناراضي اظهار وکړ، بيا صحابه کرامو رضی الله عنهم د چينې اوبه په خپلو لاسونو لږ لږ را جمع کړې تر دې چې اوبه په يو څه مقدار کې سره جمع شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو اوبو باندې خپل مخ مبارک او لاسونه پريمنځل او بيا يې بيرته چينې ته ور واچولې، د اوبو له اچولو سره چينه را ډکه شوه او په ډير تيزي سره يې د بهيدلو حرکت وکړ، د لښکر خلک ښه سيراب شول، په دې موقع د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
اې معاذ ! که چيرته د ستا عمر وفا وکړي نو ته به ووينې چې دا ټوله سيمه به له باغونو او ابادي څخه ډکه شي ([3]).
د تبوک په مقام کې د حضرت نبي کريم صلی الله علیه وسلم حضرت معاذ رضی الله عنه ته دا الفاظ ويل : اې معاذ ! که چيرته د ستا عمر وفا وکړي نو ته به ووينې چې دا ټوله سيمه به له باغونو او آبادي څخه ډکه شي، د دې خبرې نتيجه نن ورځ د لويو لويو زرعي سکيمونو په صورت کې زمونږ مخته ده، کوم چې د تبوک تر ليرې ليرې سيمو پورې رسيدلي دي.
۹۹ ۱۰۰ ۱۰۱ د جنګ او جدال فتنې، د خوشحالي او پراخي فتنې او د يوې تورې فتنې ظهور (ښکاره کيدل)
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې دری فتنې ښکاره نشي:
حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما بيان کوي چې مونږ خلک يو ځل له نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د فتنو ذکر په تفصيل سره وکړ:
حتى ذكر فتنة الأحلاس فقال قائل يارسول الله وما فتنة الأحلاس ؟ قال ” هي هرب وحرب ثم فتنة السراء دخنها من تحت قدمي رجل من أهل بيتي يزعم أنه مني وليس مني وإنما أوليائي المتقون ثم يصطلح الناس على رجل كورك على ضلع ثم فتنة الدهيماء (تصغير الدهماء) لا تدع أحدا من هذه الأمة إلا لطمته لطمة فإذا قيل انقضت تمادت يصبح الرجل فيها مؤمنا ويمسي كافرا حتى يصير الناس إلى فسطاطين (المدينة التي يجتمع فيها الناس) فسطاط إيمان لا نفاق فيه وفسطاط نفاق لا إيمان فيه فإذا كان ذاكم فانتظروا الدجال من يومه أو من غده ([4]).
ژباړه : بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د فتنې احلاس ذکر وکړ، يوه سړي پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! فتنه احلاس څه شی ده؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : دا د جنګ او جدال فتنه ده، بيا به يوه د خوشحالي فتنه ښکاره شي کومه به چې د يوه داسې سړي له قدمونو څخه را پورته شي کوم به چې زما له اهل بيت څخه وي، هغه به په خپله له ما سره په تعلق لرلو ګمان کوي، اما په اصل حقيقت کې به يې له ما سره هيڅ تعلق نه وي، زما دوست يواځې هغه څوک دی کوم چې متقي وي، بيا به خلک د يوه داسې سړي په بيعت کې راپوته شي کوم به چې بې علمه، کم عقل او کم همته وي، د دغې فتنې اثر او ضرر به زما د امت هر سړي ته ورسيږي او هيڅوک به ترينه بچ نشي، کله هم چې يو څوک ووايي دا فتنه ختمه شوه نو هغه به له پخوا څخه هم شدت اختيار کړي، يو انسان به سهار مؤمن وي او ماښام به کافر شي، خلک به په دوو ډولو تقسيم شي، يو ايمان لرونکي په کومو کې به چې نفاق نه وي او دويم د نفاق خاوندان کوم به چې له ايمان څخه بالکل خالي وي، کله چې دا حالات پيدا شي نو په دغه وخت کې دجال ته انتظار کول دي، په دغه ورځ به راځي يا به په راتلونکې ورځ کې ښکاره شي.
(الاحلاس) د حلس جمع ده، حلس هغې غټې جامې ته ويل کيږي کومه چې په اوښ بانې له کجاوې وروسته اچول کيږي، همدا شان به دا فتنه هم خلک ونيسي او د هغوی تن به نه پريږدي، دا فتنه به د حلس په څير تاريک (توره) هم وي.
(هرب) د ها او را په زور سره، يعنې هغوی به له يوه بل څخه تښتي، ځکه چې د هغوی تر مينځ به دښمني وي.
(حرب) معنا يې ده د يو چا مال، اهل او عيال نيول او بيا يې په داسې طريقه پريښودل چې له هغوی سره هيڅ هم نه وي.
(ثم فتنة السراء) (بيا به د خوشحالي فتنه راشي) يعنې د صحت، عافيت، امن او عافيت، د کومو له امله به چې ځينې خلک په فتنه کې مبتلا شي او د ګناهونو مرتکب به شي.
(دحنها) يعنې د هغه ظهور او جوش.
(من تحت قدمی رجل من اهل بيتی) يعنې هغه څوک د کوم له قدمونو څخه به چې د دغه فتنې اور را پورته شي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له اهل بيت څخه به وي، په دې کې د دې خبرې لور ته تنبيه ده چې څوک دغې فتنې ته د هوا ورکولو لپاره راشي هغه به زما له اهل بيت څخه وي.
(يزعم انه مني) يعنې هغه به په خپله زما د نسب خيال کوي، ليکن د خپلو بدو عادتونو له امله به هغه له ما څخه نه وي، زه د هغه له اعمالو او افعالو څخه بيزار يم، اګر که هغه په نسبي ډول له ما څخه ولې نه وي، په اصل حقيقت کې هغه زما له دوستانو څخه نه دی، زما دوست يواځې هغه څوک دی کوم چې د تقوه او پرهيزګاري اختياره وونکی وي.
(وليس مني) يعنې هغه زما له دوستانو څخه نه دی، ځکه چې هغه د فتنې پيدا کولو سبب جوړيږي، له همدې قبيلې هغه خبره هم ده کومه چې حضرت نوح علیه السلام ويلې ده:
اِنَّ ابۡنِیۡ مِنۡ اَہۡلِیۡ ([5]).
ژباړه :
اې ربه زما بيشکه چې ځوی زما له اهله زما څخه دی.
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
اِنَّہٗ لَیۡسَ مِنۡ اَہۡلِکَ ۚ اِنَّہٗ عَمَلٌ غَیۡرُ صَالِحٍ ٭۫ۖ ([6]).
ژباړه : بيشکه چې ځوی نه دی له اهله ستا (چې مؤمنان دي) بيشکه دی خاوند د عمل نا کاره دی.
(ثم يصطلح الناس علی رجل) بيا به خلک د يوه سړي په بيعت او اطاعت کې سره را جمع شي.
(علی ضلع) جمع يې ضلوع او اضلاع ده، ضلع د سينې هډوکي ته ويل کيږي، يعنې پښتۍ ته، مطلب دا چې د خلکو حال به له دغه سړي سره سم نه وي، لکه څرنګه چې يو دروند (وزن لرونکی) شی په دغه هډوکي د پاسه نشي کيښودل کيدای، ځکه چې دا هډوکی کمزورې وي د دروند شي تاب نلري.
يعنې خلک به له اختلاف او فساد څخه وروسته د يوه داسې سړي واکمني قبوله کړي کوم به چې د بادشاهي دغې لوی ذمه واري لپاره بيخي مناسب نه وي، هغه به کم علمه او کم عقل وي، د هغه په ذريعه به د حکومت نظام نشي جوړيدای او نه به هغه د حکومت په امورو او معاملاتو سم پوهيږي.
(فتنة الدهمياء) يعنې توره او لويه فتنه.
(الا لطمته لطمة) يعنې په خلکو کې به هيڅوک له دغه مصيبت او بلا څخه بچ پاتې نشي، (اللطم) مطلب دا چې د دغې تورې فتنې اثر به هر سړي ته ورسيږي.
(فاذا قيل : انقضت) يعنې کله چې خلک دا ګمان وکړي چې اوس هغه فتنه ختمه شوې، (تمادت) هغه به نوره هم زياته شي او خپره به شي.
(يصبح الرجل فيها مؤمنا ويمسی کافرا) يعنې د سهار په وخت کې به هغه د خپل ورور قتل حرام (ناروا) بولي او د هغه په عزت او مال باندې به له تيري کولو ځان ساتي، مګر د همدغې ورځې د ماښام راتلو په وخت کې به هغه بيا د خپل ورور قتل روا بولي او د هغه په عزت او مال باندې به حمله کوونکی وي.
(الی فسطاطين) «فسطاط) په عربي کې خيمې ته ويل کيږي، يعنې په دغه فتنه کې به خلک په دوو ډلو تقسيم شي، د يوه قول مطابق د دغه تشريح دا هم ده: چې خلک به په دوو ښارونو کې سره تقسيم شي.
(فسطاط ايمان لا نفاق فيه) خالص او صفا د ايمان لرونکو ډله، په کومه کې به چې د منافقت شائبه نه وي.
(فسطاط نفاق لا ايمان فيه) بله ډله به د منافقينو وي، مثلا دروغ، خيانت او وعده خلافي به کوي.
(فانتظروا الدجال) يعنې په دې وخت کې د دجال را ښکاره کيدو ته انتظار کوی.
دا فتنه تر دا مهاله نه ده ښکاره شوې، مونږ له الله تعالی څخه غواړو چې اې الله مونږ د دغې فتنې له شر څخه محفوظ وساتې.
[1] – مسند احمد : ۲/ ۲۸۷، وسلسلة الاحاديث الضعيفة، حديث : ۵۸۴۲.
[2] – صحيح مسلم، الزکاة، حديث : ۱۵۷.
[3] – صحيح مسلم، الفضائل، حديث : ۷۰۶، قبل الحديث : ۱۳۹۲.
[4] – سنن ابی داؤد، الفتن، والملاحم، حديث : ۴۲۴۲، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۲/ ۷۰۲، حديث : ۰۷۲.
[5] – هود، آية : ۴۵.
[6] – هود، آية : ۴۶.

















