تبصره
د افغانستان د مستعفي وزيرانو په حکومت کې د امنيتي سکتور وزير امرالله صالح هم استعفا وکړه. پر خپله فېسبوک پاڼه یې ليکلي، وروسته له دې ځان ته د حکومت د امنيتي سکتور وزير نه شم ويلای. دا چې په څه امرالله صالح استعفا وکړه څرګنده نه ده، خو د تېرو وزيرانو د استعفاګانو لاملونه د ولس په وړاندې پراته دي؛ شايد صالح هم د همغو مستعفي وزيرانو له ستونزو سره مخ شوى وي.
له بلې خوا، د امريکا د دفاع وزير، جيمزمټيس د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کميټې ته په يوه وينا کې ويلي دي، چې د افغانستان په اړه د تګلارې لپاره به بېلابېل غوراوي ډېر ژر ټرمپ ته وړاندې کړي؛ څو په افغانستان کې د روانې تاواني او نه ګټونکې جګړې په اړه د امريکا نوى حکومت خپله ستراتيژي اعلان کړي.
د امريکا حکومت کابو يوه نيمه مياشت د افغانستان د حکومت په اړه د ستراتيژۍ په وړاندې کولو تيره کړه. د امريکا د ولسي جرګې غړي تل په دې نيوکې کوي چې په افغانستان کې یې په تېرو شپاړو کالو کې تر اتو سوو ميلياردو زيات ډالر مصرف کړل؛ خو د افغانستان جګړه د امريکا لپاره په ګټه تمامه نه شوه او که افغانستان ته نور پوځونه ورولېږل شي، نو د پوځونو مياشتنی لګښت به د امريکا اقتصاد ته نور تاوان هم ورسوي.
د امريکا نوی حکومت افغانستان ته په نورو پوځونو لېږلو غورکوي، په داسې حال کې چې د افغانستان وزيران يو په بل پسې استعفاګانې کوي، چې د امريکا د سنا په مجلس کې د افغانستان حکومت ته د استعفاګانو حکومت ويل کېږي او دا هم ورته ويل شوي دي، چې تاواني حکومت نور په تاوانونو نه شو ګاللی، افغانان پوه شه او خپل حکومت یې. خو د امريکا استخباراتي ادارې سي، آى، اې مسئولين وايي چې کوم تاوانونه مو په افغانستان کې کړي دي، بايد د خپلو تاوانونو په پرتله ګټه هم ترلاسه کړو، افغانستان ته بايد نور پوځونه وليږل شي.
دا اوس چې په افغانستان کې د امريکا نوی حکومت کومه پاليسي ساتي، دا د تېر يانې اوباما د حکوت پر خلاف ده. که په افغانستان کې وزيران يو په بل پسې استعفاګانو ته دوام ورکړي او يا نور امنيتي مسئولين له دندو ګوښه کېږي، شايد امريکا د افغانستان په اړه په خپله پاليسي چې لا یې ستراتيژي نه ده اعلان کړې، له سره غور وکړي او د استعفاګانو حکومت ته بله کومه نوې تګلاره وټاکي.
تر اوسه خو په ښکاره توګه امرالله صالح د خپلې استعفا په اړه څه نه دي ويلي، د کورنيو او اطلاعاتو کلتور د مستعفي شویو وزيرانو د ستونزو سره به صالح هم مخ وي. د کورنيو چارو مستعفي وزير، نورالحق علومي او د اطلاعاتو او کلتور وزير، عبدالباري جهاني د خپلو استعفاګانو لاملونه دا ښوولي وو چې موږ وزيران وو، خو په وزارتونو کې مو صلاحيت نه درلود، په وزارتونو کې مقررۍ د نورو لخوا کېدې او په بشپړه توګه بې واکه وو، ځکه مو استعفاګانې وکړې.
نږدې درې مياشتې دمخه، اشرف غني د يوه فرمان له مخې د امنيتي سکتور د اصلاحاتو د چارو لپاره يو نوی وزارت رامنځته کړ او امرالله صالح یې د وزير په توګه وټاکه؛ خو بيا هم په افغانستان کې امنيتي ستونزې ورځ په ورځ مخ په زياتېدو شوې. دا چې نور کوم لاملونه دي چې صالح یې استعفا کولو ته اړ کړ وروسته به څرګند شي؛ خو امريکا چې اوس د استعفاګانو حکومت لپاره نوې تګلاره ټاکي دا به د مستعفي وزيرانو د حکومت لپاره په تاوان تمامه شي.

















