لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”
نشر او ترتیب: “رائد”
پرلپسې يو ويشتم درس:
د حق داعی بايد په خپل ځان کې د دعوت د انحصار کوښښ ونکړي.
که تاسې فکر کړی وي ځينې خلک داسې خوی لري چې دايې خوښه نه وي چې د ده په وړاندې دې بل څوک طرقی وکړي ، دا خوند نه ورکوي چې هغه کار چې دی يې کوي بل څوک دې وکړای شي، دی وايي چې : دغه کار چې زه يې کوم دا دې زما ځانګړنه وي ، بل څوک يې باید ونکړای شي ، ترما پورې دې محدود وي ، يواځې زما نوم دې ياديږي ، او خلک دې ماته هسک او ټيټيږي.
دا ډول خوی – الله موږ ترې وساتي – د بخيلتوب ، بدنيتي ، او حسد نښه وي ، دا خوی اسلام او مسلمانانو ته د خدمت لمن محدودوي ، د الله د رحمت او نصرت مخه نيسي ، کله نا کله د جګړو، داوو او دنګلو لامل هم ګرځی ، او داسې نورې ډيرې ناوړه پايلې هم په ميراث پريږدي ، نو د حق داعی (په هره شعبه کې چې وي) بايد له دا ډول خوی څخه په کلکه ځان وساتي ، برعکس بايد کوښښ وکړي چې څومره کولای شي هغومره دې د حدودو ، قوانينو د مراعات او لحاظ سره سره خلک دې کار ته وهڅوي، ودې روزي ، تربيه دې کړي او ځان سره دې شريک کړي. په دې سره به اسلام او مسلمانان لا د طرقی په لور ګامزن شي او د داعی لپاره جاريه صدقه او باقيات الصالحات وي.
تاسې وګورئ ! موسی عليه السلام چې پيغمبر شو نو الله ته يې سوال وکړ چې هارون عليه السلام راسره مُعِین کړه، خو يواځې په معينتوب يې هم بسنه ونکړه، بلکې الله جل جلاله ته يي وويل چې هغه په دې کار کې راسره شريک کړه. لکه الله فرمايي:
(وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي) (طه 32)
ژباړه: او هغه (هارون) شريک کړه (له ما سره) زما په کار کې.
دوه ويشتم درس:
د حق داعی بايد هوښيار، ذکي او موقع شناس وي.
تر څو د خپل دعوت له پاره ښه او مناسب مواقع ولټوي، له هغو څخه استفاده وکړي او خپل دعوت پر مخ بوځي .
ځکه ځيني مواقع داسې وي چې په هغو کې خبره، کار او کردار دومره اثر کوي چې هغومره اثر بيا په نورو مواقعو کې نکوي. او ځيني مواقع بيا داسې وي چې هلته د اصلاح پر ځای ټول نظام خراب او ګډوډېږي، د يوه منکر د منع کولو له امله ډير منکرات پيدا کيږي. همدرانګه که داعي موقع شناس نه وي نو کيدايشي د سختي په ځای کې نرمي او د نرمي په ځای کې سختي وکړي چې دا هم کله نا کله منفی پايلې لري.
لکه څه وخت چې موسی ؑ فرعون ته د عصا او يدبيضاء معجزې پېش کړې او ناست خلک ترې متأثر شول، نو د دې له پاره چې په خلکو باندې دا اثر بقاء ونه مومي او د موسی ؑ طرفته مائل نشي نو فرعون د موسی ؑ په ضد يو پوچ تبليغ وکړ، په هغه يې د ساحر نوم کېښود او شاو خوا په مجلس کې ناستو مشرانو ته يې وويل چې دا موسی ؑ لوی ساحر ده، غواړي چې د خپل سحر په وسيله تاسې له خپل ملک څخه وباسي، نو د هغه په اړه تاسې ماته څه مشوره راکوی؟ چې بايد څه ورسره وکړو؟
فرعون خلکو ته په ذهن کې دا ورکړه چې دی (موسی ؑ) غواړی چې تاسې له خپل ملک او وطن څخه وباسي. که فکر وکړو دا د موسی په ضد يو ستر مؤثر تبليغ ده چې د موسی په ضد د خلکو په را پارولو کې ستر رول لري، ځکه د کور، کلی او وطن مينه په هر چا غالبه وي، که يو څوک يې د دې شيانو په خلاف کار کوي نو خامخا يې مقابله کوي.
خلکو ورته وويل چې د ملک ساحران را ټول کړه او په هغوي د موسی مقابله وکړه.
فرعون حضرت موسی ؑ ته وويل چې: موږ خپل ساحران را جمع کوو او په سحر باندې به ستا مقابله کوو . نو ته يوه ورځ مقرره کړه او داسې يو ځای د مقابلې له پاره وټاکه ، چې هوار، ارت اوصاف ميدان وي، تر څو کتونکي هرڅه په آسانی سره مشاهده کړای شي او داسې ځای وي چې موږ او تاته يو برابر نږدې وي. موږ او ته به هرو مرو په هغه ورځ هغه ځای ته راټوليږو او خپل زور به ازمايو!.
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى (طه 58)
ژباړه: نو موږ به هم خامخا تاته ستا د سحر په شان سحر را منځته کړو، نو ته (د مقابلې لپاره) يو وخت په هوار ميدان کې وټاکه چې نه به ته ترې وروسته کيږې او نه موږ.
موسیؑ ورته وويل: زموږ او تاسې د مقابلې وخت به ستاسې (فرعونيانو) د مېلې او جشن په ورځ د څاښت وخت وي، په دې وخت به خلک راټوليږي زه او ستا ساحران به د خلکو په وړاندې خپله مقابله کوو. لکه الله ﷻ پاک فرمايي:
﴿ قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى) (سورت طه 59)
ترجمه: هغه (موسی) وويل: ستاسو (د مقابلې) د وعدې وخت (ستاسو) د مېلې (جشن) ورځ ده او خلک دې څاښت مهال را جمع کړای شي.

















