عبدالعلي تسل
قرآن
ځان کړه زیبا په سعادت دقرآن
په ترتیل وایه هر آیت دقرآن
قرآن د پاک رب الجلیل تحفه ده
وی معجزه به ترقیامت دقرآن
انسان انسان شی دقرآن په علم
تر ټولو ښکلی دی زینت دقرآن
ورباندې مه ځغله عزت یې کوه
مؤمنه زده کړه قرائت دقرآن
رب نازل کړی پر سپیڅلی جانان
مني کفار لا صداقت دقرآن
چې ماشومان یې په سینو کې ساتي
داستر اعجاز او ستر عظمت دقرآن
( تسله) ساته علاقه ورسره
وړی دی جنت ته محبت دقرآن

















