(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۹) الماس خدرخېل
دا ځل په لندن کې د جومات نه په راوتليو مسلمانانو يوه کس موټر خيژولی، چې له امله يې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، په پېښه کې يو تن وژل شوي او۱۰ تنه نور ټپيان دي چې د درې ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
ځينو رسنيو ويلي، بريد هغه مهال رامنځته شو، کله چې په سيمه کې له ستر جومات نه مسلمانان د تراويحو له اداکولو وروسته خپلو کورونو ته د ګرځېدو په حال کې و او په وينا يې چې د بريد هدف هم مسلمانان و.
پېښه د یکشنبې په شپه فینزبري پارک کې یوه جومات ته څېرمه شوې چې ددغې سیمې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي.
عيني شاهدان وايي: “یوه سپینه لارۍ د فینزبري پارک جومات بهر وه او ښکارېده چې له لمانځه وروسته له جومات بهر پر لمونځ کوونکو وروستل شوې.”
دوی وايي، بريد کوونکي چيغې وهلې چې (مسلمانان وژنم).
بريد کوونکي د خلکو له خوا نيول شوي او وروسته پوليسو ته سپارل شوی دی.
پوليسو هم ويلي، چې د پېښې سره په تړاو يې يو مشکوک کس نيولی دی.
دا لومړی ځل دی چې په لندن کې يو موټر په مسلمانانو باندې خيژول کېږي، تر دې مخکې په ځينو اروپايي هېوادونو کې دغه ډول پېښې شوي چې ډیری مرګ ژوبله يې نا مسلمانو ته اړولې ده.


















