سرلیکنه
د روانې مياشتې په سر کې دکابل په ښارکې له بريدونواو ناامنيو، مظاهرو او وژنو وروسته اوس دهيواد په نورو ولاياتو کې بريدونه زيات شول چې پيل شوې بريدونه ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي، تيره ورځ دپکتيا په ولايت کې پرامنيه قوماندانۍ هم وسله وال بريد وشو چې دګرديز دښار اوسيدونکي ېې په انديښنوکې واچول.
د پکتيا د ګرديز پر امنيه قوامدانۍ بريد چې سهار مهال شوى و د ځايي چارواکو په وينا اته تنه پوليس پکې وژل شوې او ترلسو زيات ژوبل دي ، د کورنيو چارو د وزارت په وينا لومړې موټر بم چاودنه شوې او وروسته وسله وال د ډزو په لاس پورې کولو سره د قوماندانۍ مرکز ته ننوتي دي.
داچې بريدګر څرنګه موټر بم د قومندانۍ دروازې پورې ورساوه؟
وسله وال څرنګه ترقومندانۍ ورسيدل؟
وسله وال خپله هدف ته څنګه ورسيدل؟
څرنګه وسله والو په ساعتونو جګړې ته دوام ورکړ؟
داټولې هغه پوښتنې دي چې که په حقيقي توګه د ګرديز امنيتي چارواکي وپوښتل شي هيڅ ځواب به ېې ونه لري.
کله چې په يوه بريد کې امنيتي پوليسو ته زياته مرګ ژوبله واوړي امنيتي چارواکي په پيښه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمير زيات څرګند کړي ترڅو وښې چې په بريد کې ولسي وګړو ته زيات تاوان رسيدلى دى.
د پکتيا په ولايت مرکز کې دپوليسو پرقواماندانۍ بريد چې د پوليسو سرحدي زون او د خاصو پوليسو قطعه هم پکې پرته ده څه اسانه کار نه دې، ځکه خو امنيتي ارګانونه ، د کورنيوچارو او دفاع وزارت وايي چې د حکومت په منځ کې اختلافاتو او دامنيتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي زمونږ د ناکاميو اصلي عامل دى. خو دطالب وسله والو نفوذ هم په نظر کې نيول پکاردي چې طالب وسله وال په امنيتي ارګانونو کې نفوذ ونه لري يوبريد هم نه شي ترسره کولاى.
په حکومت کې چې څومره ستونزي دي، اداري فساد دى ، يوپربل بې اعتمادي ده ، د شمالي ټلوالې سره ژور اختلاف دى ، په ولاياتو کې خپل سري وسله وال دي، په حکومت کې دننه ګوندي او سمتي اختلافات دي، دنوروبهرنيو کړيو سره نږديوالى دى داهرڅه به ترڅه حده پورې کنترول کړل شي خوحکومت چې له منځه وړل کيږي دابه په ملي اردو، پوليسواو نورو امنيتي ارګانونو کې دطالب وسله والو نفوذ وي چې وخت په وخت دطالب وسله والو دنفوذ په زياتوالي سره ورته پيښې رامنځ ته کيږي .
داچې يو افغان پوځي په ډزو ٧امريکايي پوځيان وژني يا يو افغان پوځي نور خپل د پوستې ملګري وژني امريکايي او افغان چارواکي همدې پيښو وارخطاکړيدي چې ورځ په ورځ داډول پيښې مخ په زياتيدو دي .
په دوېم قدم کې چې حکومت او افغان ولس ېې دانديښنې سره مخ کړيدى هغه په رڼا ورځ په ښارونو او لويو لارو داشخاصو تښتونې دي چې د بريدونو وروسته ېې ولس انديښمن کړيدى که د بريدونو ترڅنګ تښتونې هم دوام وکړي نو حکومتي چارواکې به ولس ته په ځواب نه لرلو استعفا ته اړکړل شي چې احتمال لري کوم بل وزير ېې هم استعفا وکړي.
له جلال آباده اسلام آباد ته روان په لويه لار په ننګرهار کې دپاکستان دقونسلګرۍ د دوه ديپلوماتانو تښتولواو دکابل په لويديځ کې يوې بهرنۍ ښځې تښولو په ولس کې انديښنې زياتې کړيدي چې دا انديښنې به د بريدونو او تښتولو په زياتوالي سره مخ په زوال حکومت د وزيرانو داستعفا وروسته ټول حکومتي نظام استعفا ته اړکړي ځکه وسله والو بريدونو او تښتونو زور اخستې څومره چې نا امني زياتيږي هومره پرحکومت بې اعتمادي هم زياتيږي.

















