(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل
د مديترانې په سمندر کې يو ځل بيا د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، چې په پايله کې يې له سلو زيات کسان په اوبو کې غرق شوي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
راپورونه وايي، دغه کښتۍ له ليبيا څخه د ايټاليا په لور روانه وه چې پکې ۱۳۰ کسان سپاره و.
د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس، په کښتۍ کې د سپرو ۱۳۰ کسانو له جملې يواځې څلور کسان د کب نيونکو له لوري ژغورل شوي او پاتې ۱۲۶ کسان په اوبو کې غرق شوي او مړه شوي دي.
تر اوسه د ډوب شويو کسانو هوويت نه دی په ډاګه شوی، ښايي افغانان هم پکې شامل وي.
کډوال د مديترانې سمندر له لارې غواړي چې د ايټاليا هېواد ته سفر وکړي او له هغې بيا نورو هېوادونو ته واوړي.
له ډيرې مودې راهيسې د دغه سمندر له لارې کډوال غواړي چې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي، خو تر دې مهاله زرګونه کډوال چې افغانان هم پکې دي په دې سمندر کې د ماهيانو خوراک شوي دي.

















