پوليسو دوه موټرچلوونکي وژلي، د هرات- فراه لار بنده ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۱) الماس خدرخېل
لاريونکوونکو د فراه ولايت په مرکز اړوند شوراو سيمه کې د هرات- فراه لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې دغه لاره موټرچلوونکو په دې خاطر تړلې چې تېره شپه پوليسو دوه موټروانان په ډزو سره وژلي دي.
د سرچينې په وينا، پوليسو له موټرچلوونکو د پيسو غوښتنه وکړه، کله چې هغوی د ورکړې نه ډډه وکړه نو دوی پرې ډزې کړي او وژلي يې دي.
د فراه امنيه قومندان بعدالمعروف فولاد هم پېښه تائيدوي خو وايي تر اوسه معلومه نه ده چې موټرچلوونکي چا وژلي دي.
نوموړی وايي، د یادې پېښې د څېړلو لپاره يې يو پلاوی ټاکلی او پلټنې روانې دي.
د هېواد په زياتره لويو لارو کې د پوليسو او اربکيانو پوستې پرتې دي، چې ډيری وخت ترې موټرچلوونکي شکايت کوي او وايي چې د پيسو د نه ورکړې له امله يې زوروي، وهي او آن بندي کوي يې هم.



