قطر د میډیا له لارې ښکار شو!

عزیر اسدخیل
د قطر نائب عام علي بن فطیس المري ویلی دی چې دوحه پوره معلومات او دلایل لري چې له قطر سره پریکون کوونکی هیوادونه تورنولای شي چې دوی د قطر د خبري آژانسونو موقعیت څیري کړي چې اوس په پوره توګه ثابت شوي دي.
المري په یوه مطبوعاتي غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې هغه دلایل چې له قطر سره دي دا د دې کلابند کوونکو هیوادونو د تورنولو لپاره بس والی کوي.
هغه په څرګنده وویل چې: د قطر خبري آژانسونو څیرې کول د آی فون په واسطه ترسره شوی چې پکي د آی بی او آي پی سرچینه پرته ده چې یو له پریکون کوونکو هیوادو ته یې اشاره وه.
د قطر په حکومت کې دغه نائب عام ټینګار وکړ چې د ده هیواد به ټول هغه شرکتونه او اړخونه تعقیب کړي چې د دې پریکون په اساس د دوی مؤسساتو، شرکتونو او افرادو ته زیان واړوي، او مرتکبینو نه به یې تاوان واخیستل شي.
نائب عام وویل چې: دوحه به مجبوره شي چې خپلو ټولو وسایلو نه کار واخلی څو په قطر کې د بندیزونو له کبله زیانمن شوي خلک د قانوني او دولتي لارو نه بیرته خپل حقوق تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې هغه اقدام چې عربي هیوادونو وکړ شک یې ښودلی چې ګوندی قطر له ترهګرو سره لاس لري چې یوه بې اساسه ادعا ده، هغه دې ته اشاره وکړه چې هغه څه چې قطر ته پیښیږی دا پریکون نه بلکه مکمله کلابندي ده چې قطریانو او په قطر کی اوسیدونکی ته یې په ډله ایزه توګه سزا ورکړې ده.
سعودي، بحرین، امارات او مصر په همغګۍ سره بیان خپور کړی چې پکې یې یو شمیر شخصیات او یو شمیر خیریه مؤسسات چې له مختلفو هیوادونو سره تړاو لري، ټول ترهګر دي، د اشخاصو شمیر یې ۵۹ چې له جملې نه یې شیخ یوسف القرضاوي دی چې د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانانو د دیني عالمانو د اتحادیی رئیس دی اعلان کړي، همدا راز یې ۱۲ مؤسسات ترهګرې اعلان کړې چې له جملې نه یې دوه مؤسسې : قطر او عید الخیرتان هم دي.
ویل کیږي چې قطر د یوه میډیایی برید هدف ګرځیدلی، چې خپرنۍ یې مشري کوي، کلابند کوونکو هیوادو د میډیا یو شمیر غلط خبرونه دلیل وګرځاوه چې ګوندې قطر له ترهګرو سره لاس لري، هغه خبرونه چې د قطر د رسمي خبري آژانس (قنا) له لوري خپاره شوي وو، خو دغو هیوادونو هغه څه له یاده وویستل چې قطر دغه ډول ټول خبرونه چې د هیواد مشر الشیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته منسوب شوي وو په کلکه رد کړل.
د الجزیره نه په مننې



