ای لالهاندې دنیا! ستړی ستومانه دې کړم!

ژباړه: عزیر اسدخیل

وایی یو سړی و تره یې چې نور د بوډا توب مرحلې ته رسیدلی و لمونځ یې نه ادا کولو عمر یې ۸۰ کاله و، وراره یې وغوښتل چې خپل دغه تره ته چې لمونځ نه کوي نصیحت وکړي، نو یې ورته وویل: کاکا! آیا هغه کیسه دې اوریدلې ده چې یو سړی په افریقا کې له زمري وتښتیدو؟ تره یې وویل نه! ته یې راته کیسه وکړه، وراره یې ورته وویل:

غوږ ونیسه کاکا!!!

وایی چې یو سړی و د افریقا په طبیعی ځنګلونو کې روان و، چې اوږدې اوږدې ونې پکې ولاړې وې، او دغه ځای د استوا پر خط باندې پروت دی، چې د ډیرو ښکلو ونو منظرې لري، چې له ډیر ګڼ بڼ له کبله یې د لمر وړانګې پټې کړي دی، د چرچڼو چغار پکې اوریدل کیږي، د ښکلو ګلانو بوی پکې خپور دی، چې خورا سوچه بوی ورنه پورته کیږي.

په همدې حال کې سړی له دې منظرو نه خوند اخیستو چې ناببره یې د دښمن لوړ آوار تر غږو شو چې غم ورو ورو زیاتیدو او لا ښکاره کیدو، سړی شاته وکتل.

کاکاجانه! ګوري چې یو غټ زمری د ده خواته په نه منونکو ټوپونه راخوشې دی، او له ډیر لوږې نه د زمري خیټه له ورایه تشه معلومیده. سړي منډې کړې، او زمری ورپسې شو، کله چې زمری ورنږدې شو نو سړی یو پخوانی کوهی یا څاه ولیده، سړي له کوهي ته ورټوب کړ، د بوکې رسۍ یې ونیوه او ورو ورو د کوهي بیخ ته ورځوړند شو.

ژوره ساه یې واخیسته او ویره یې آرامه شوه، نو د زمري زوګ هم آرام شو، سړی چې لاندې وکتل ګوري چې یو غټ مار پروت دی ډیر اوږد هم دی، او د کوهي په مینځ کې لړمان هم پراته دي، سړی په سوچ کې شو چې اوس له دې مصیبت نه څه ډول ځان خلاص کړي، له زمري نه ځان خلاص کړي که له ښامار نه او که له لړمانو نه، نا ببره یې سترګې پر دوه موږکانو سترګې ولګیدې چط یو تور او بل سپین دی، چې د رسۍ سر ته وختل او د رسي په خوړلو او غوڅولو یې پیل وکړ، سړي بیرته ویرې واخیست، رسۍ یې په لاس کې ونیوه او ټکانونه یی ورکړل، څو موږکان وتښتی یا را پریوځي، چې ونه شول نو د رسۍ ښوزولو ته یې نور زور هم ورکړ، تر دې چې ښی او چپ لوري ته یې هم ټکانونه ورکړل، تر دې چې د کوهي په دیوالونه ولګیده، چې له دې سره یې یو تازه او خوږ شي باندې سترګې پریوتې.

په څنګل یی وواهه، ګوری چې چې د مچیو شات دي، چې دلته یې په غرونو، ونو او سمڅو کې کورونه جوړ کړی دی، سړي هغه وڅکلو، او یوه اندازه یې ترې راوخیستل ، لږ یی نور بیا راواخیستل، له ډیر خوند نه یې مخکینۍ ویره ټوله هیره شوه، چې پدې کې یو ناڅاپه رسي وشلیده، له دی سره سړي هم راپریوت او ساه یې ورکړه.

په دې وخت کې وراره خپل ته مخ کړ چې دغه سړی همدا ته یې، او دغه زمرې چې درپسې و هغه ملک الموت دی، او دغه کوهی چې پکی ښامار دی هغه ستا قبر دی، او دغه رسۍ چې تا پکې ځان ځوړند کړی ستا عمر دی، او دغه تور او سپین موږکان شپه او ورځ دي، چې ستا عمر لږ لږ کموي.

تره یې وپوښتل چې دا شات څه معنی ورکوي؟

هغه ورته وویل چې دا دنیا ده، چې له ډیر خوند نه یې دا هیر کړل چې وروسته مرګ راروان دی او حساب کتاب راروان دی، ورته یی وویل کاکاجانه! په پاتې عمر کې دې نیک کارونه وکړه، چې الله تعالی درته پخوانی ګناهونه وبخښي ، تره یی وویل رښتیا دې وویل.

بله ورځ ګوري چې تره یې د لومړي ځل لپاره مسجد ته راغی، وراره یې خوشحاله شو له ډیرې خوښۍ یې د خپل تره تندی مچ کړ.

کیسه پای ته ورسیده خو زمونږ او ستاسي ټولو همدا کیسه ده، پند ترې واخلئ، په دنیا کې داسې ډوب یې چې آخرت یې رانه هیر کړی، الله مو دې بیرته د آخرت غم ته وګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button