(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۱) الماس خدرخېل
وسله والو طالبانو ته د کندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ به مربوطاتو کې د ۲ دولتي قوماندانانو په ګډون ۲۳ عسکر تسليم شوي دي.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عسکر ورته د تيرو دوه مياشتو په موده کې تسليم شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د (اسلامي امارت د دعوت ارشاد د مسؤلينو په هلو ځلو) له حکومته رابيل او د دوی له ليکو سره يوځای شوي دي.
طالبانو د تسليم شويو عسکرو نومونه خپاره کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې له ځان سره يې څومره وسلې وروړي دي.
طالبان وايي، دغه عسکرو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به په دولتي ادارو کې دندې نه کوي او تر پايه به طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
تر اوسه د کندز ولايتي چارواکو د تسليم شويو عسکرو په اړو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دولتي عسکرو د هرې مياشتې په تېريدلو سره وسله والو طالبانو ته تسليمېږي، چې بيا د طالبانو له خوا ورته د سر د امن ډاډ او يو د امن کارت ورکول کېږي.


















