کابل غږ
لاروى
درې کاله دمخه په افغانستان کې د اداري فساد زور ؤ. په هره مطبوعاتي غونډه کې چې هغه به د هېواد په داخل کې وه او که په بهر کې، د بهرنيو پوځونو د تېلو د قرارداديانو په شمول د هېواد په لويو پروژوکې د چارواکو شراکت او خپلې ونډې افغانستان په اداري فساد کې په لومړي کتار کې شمېر کړ. په اداري فساد کې تر نيمايي زيات بهرنيان ککړ وو خو بدنامي د هغه افغانانو شوه چې ورسره په فساد کې شريک وو.
حکومت پرېکړه وکړه چې د اداري فساد سره د مبارزې اداره جوړه کړي. هغه هم وشول بالآخره دغه د اداري فساد پر خلاف اداره هم په اداري فساد ککړه شوه او دواړه لاسونه یې په اداري فساد کې ککړ ثابت شول.
په اداري فساد کې چې لوړ پوړي چارواکي شريک او ککړ ياد کړل شول، د اداري فساد لورى یې بدل کړل. هغه چارواکو چې د قرارداديانو سره شراکت درلود اوس یې د نظامي افسرانو سره پټې ګوتې شمېرلې دي، چې د هرې ولسوالۍ په سقوط کې دوی ته خپله ونډه رسيږي.
تر اوسه پورې څوک نه پوهېده چې ولسوالى ولې سقوط کوي؟ آخر جوته شوه چې کله د يوې ولسوالى پر سر د طالب وسله والواو ځايي چارواکو تر منځ معامله وشي، پر ولسوالۍ د بريد تر مخه پر طالب وسله والو وسلې پلورل شوې وي، پر ولسوالۍ بريد وشي او د څه وخت پورې طالب وسله وال ولسوالي محاصره کړي چې بالاخره ولسوالي سقوط وکړي.
په ولسوالۍ کې د راګيرو ځواکونو او ولسوال لخوا په وار وار د نظامي مرستو غوښتنه وشي او آن د ولسوالۍ د احتمالي سقوط خبر ځايي چارواکو ته مخابره کړي؛ خو دا چې دمخه د ولسوالۍ د سقوط خبره د طالب وسله والوسره شوې وي، د څو موټرو په سوځېدو او څو ناخبره امنيتي ساتونکو په وژل کېدو هغه څه وشي چې دمخه سره غوټه شوي وي. په ولسوالۍ کې راګير او خواو شا سيمې اوسيدونکي هک پک وي، چې سره د دومره ساتونکو او امکاناتو ولسوالۍ ولې سقوط وکړ؟
د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالي تېره اونۍ طالب وسله والو تر سختو بريدونو لاندې نيولې وه. امنيه قوماندان عبدالصمد په ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د کمښت خبر ځايي چارواکو ته ورکړ؛ خو دا چې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالصمد په وينا د وسلو خبره د وسله والو طالبانو سره شوې وه، په ځاې د دې چې ولسوالۍ کې راګيرو امنيتي ځواکونو ته ورسول شي، مهمات طالب وسله والو ته ورسول شول او د ولسوالۍ د لومړي کمربند څو پوستو، چې د کله خور په سيمه کې یې موقعيت درلود سقوط وکړ.


















