(کابل ټکی کام : جمعه ( ١٣٩٤ لړم ٢۲/ ٢٠١٥ م نومبر ١۳)
ډېری انسانان د ګردو له رنځ څخه مړه کيږي دکومو انسانانو چې د ګردې د تصفيې کار پرېږدي .
ددې لپاره اوس سائنس پوهانو یو داسې ګرځنده ماشین ايجاد کړی چې د انسان ګردې تصفیه کوي ، دغه تصفیه په اونۍ کې درې ځله ډایلسسز دګردو تصفیه کوي .
تر دې د مخه ډېر د ګردو د تصفیې کولو ماشينونه موجود په روغتونونو کې خو خورا غټ او وزمين ول د ګردو ناروغانو به په سختۍ سره د ګردو تصفیه کوله خو اوس داسې کوچنی ماشین جوړ شوی چې ځان پورې يي وتړل شي کله چې یو ناروغ وغواړي ګردې به تصفیه کړي .
ددغه ماشين نوم مصنوعي ګرده نومول شوی دی چې د ناروغانو د خراب شوي بډوډي سره مرسته کوي او ناروغان له تکليف نه ژغوري .
بدرالدین ځواک
















