کرکټ: افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو

د کرکټ نړیوالي شورا افغانستان او ایرلینډ ته بشپړ غړیتوب ورکړ.

د کرکټ نړیوالي شورا ICC په لندن کې په غونډه کې اعلان وکړ چې افغانستان او ایرلنډ ته د ټولو موافقو رایو په پایله کې بشپړ غړیتوب ورکړل شو. په دې سره د کرکټ د نړیوالي شورا د بشپړ غړیتوب نه د برخمنو هېوادونو شمېر له ۱۰ نه ۱۲ ته پورته شو.

د بشپړ غړیتوب تر څنګ افغانستان د ټېسټ لوبډلې درجه هم ترلاسه کړه؛ له غونډې وړاندې وېره وه چې کېدای شي افغانستان ته یوازې د ټېسټ درجه ورکړل شي.

له ۲۰۰۰م کال راهیسي هیڅ یو هېواد د ای سي سي د ټېسټ غړیتوب نه دی ترلاسه کړی چې دا دی شاوخوا ۱۶ کاله وروسته افغانستان او ایرلنډ تر لاسه کړ. د ټېسټ اوله لوبه په ۱۸۷۷ز کال کې اسټرالیا ترسره کړه.

No automatic alt text available.

په بشپړ غړیتوب سره، به د افغانستان بودیجه زیاتیږي، د نورو بشپړو غړو سره به د لوبو امکانات ورته برابریږي، تقریبآ هره نړیواله لوبه به یې پر تلویزون ښودل کیږي او کور دننه به یې د کرکټ د پرمختګ اسانتیاوې هم زیاتېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ټولو هېوادوالو ته مبارکې ورکړې او له هر هغه چا نه یې مننه کړې ده چې د بشپړ غړیتوب ”د خوب په رښتیا کولو کې“ یې مرسته کړې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته دا یو خوب ښکارېده. د کرکټ د ملي لوبډلې مخکني لوبغاړي هستي ګل عابد په خپل فیسبوک کې لیکلي ”دا یو خوب و چې خدای رښتیا کړ“.

د بشپړ غړیتوب او ټېسټ لوبډلې درجه دواړه د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې سترې لاسته راوړنې دي.

د یادونې وړ ده، کرکټ بورډ د جون په ۸مه د کرېکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب او ټېسټ درجې ترلاسه کولو غوښتنلیک استولی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button