بالاخره د لانجمنو پارلماني ټاکنو نیټه ابلاغ شوه
(راپور فرید افغان ۱۳۹۶/غبرګولی۲)
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات به د راتلونکي کال د سرطان ( چنګاښ) په میاشت کې ترسره شي.
د انتخاباتو کمیسیون دا لوپوړی چارواکی ډاډ ورکوي چې د انتخابات له قانون سره سم، د انتخاباتو لپاره ظرفیتونه لوړ شوي، تخنیکې امکانات برابر او د دولت او مرستندیو هېوادونو څخه یې د مرستو ډاډ ترلاسه کړی دی.
د ولسوالیو د شوراګانو او ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د خلکو، سیاستوالو، کارپوهانو او د ملي شورا د غړیو له اوږده انتظار وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷/۴/۱۶ اعلان کړې.
د انتخاباتي چارو ځینې ټولنې په دې آند دي چې دغه انتخابات هغه مهال په ټاکلي وخت ترسره کیدای شي چې د انتخاباتو د قانون سره سم، د انتخاباتو ټولې اړتیاوې پوره شوي وي.
د ولسوالیو او ولسي جرګې انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال د سرطان په میاشت کې ترسره شوی وای. خو حکومت وایی چې داچاره یې د ناامنیو، په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو او د بودجې د نشتوالي له امله شاوخوا دوه کاله وځنډوله.
اوس هم څرګنده نده چې د یادې نیټې پریکړه به قطعي وي، او که حکومت به بیا د یو ابزار په شکل ترې ګټه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سیاسي د فتر یونما هم د انتخاباتي کمیسیون د یادې پریکړې څخه هرکلی کړی او په یو اعلامیه کې یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ځینې سیاسي کړۍ حکومت پدې تورنوي چې د انتخاباتو د مودې تمدید د حکومت انحصار طلبي ده چې پدې توګه غواړي خپل هدفونو ته د ځینې کړیو په شتون او د ډیرو په نشتون کې ځان ورسوي.


















