”افغان حکومت به په هېڅ صورت طالبانو سره د بندیانو تبادله ونهکړي“

وروسته له هغه چې طالبانو د دوو غربي استادانو ویډیو په خپرولو سره له د خپلو بندیانو تبادله وغوښته، افغان دولت یې په ځواب کې ویلی د بندیانو د تبادلې په اړه به له طالبانو سره هېڅ ډول مذاکرات ونکړي.
د ولسمشر يو وياند، شاه حسين مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل، حکومت هېڅ چمتو نه دی چې له طالبانو سره په دې اړه جوړ جاړی وکړي.

نوموړي زیاته کړه ”حکومت له طالبانو سره د بندیانو تبادلې ته اماده نه دی؛ خو د خپلو ټولو ظرفیتونو امکاناتو نه به په استفادې سره به یې د خلاصون کوښښ وشي“.
♦ طالبانو یو ځل بیا د امریکايي پوهنتون د استادانو ویډیو خپره کړه
طالبانو دوه ورځې وړاندې د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو غربي استادانو ویډیو خپره کړه. په دې ويډیو کې تښتول شوي استادان د امریکا له ولسمشر او د اسټرالیا له لومړي وزیر نه غواړي چې د دوی د د خلاصون په اړه دې له طالبانو سره مذاکرات وکړي او د دې ډلې بندیان دې د باګرام او پلچرخي له زندان نه خوشي کړي.
په کابل کې د امریکايي پوهنتون یاد دوه تنه استادان (امریکايي کیوین کینګ او اسټرالوي تیموتي ویکس) د تېر کال په اګست میاشت کې تښتول شوي و او د تیرې جنوري په میاشت کې د لومړي ځل لپاره وسله والو طالبانو له لورې په یوه خپره شوې ویډیو کې راښکاره شول. دا دوهم ځل و چې د دوی ويډیو خپرېږي.
په تازه خپره شوې ویډیو کې دوی وايي چې د طالبانو غوښتنې دې ومنل شي کنه نو د دوی ژوند به له خطر سره مخ شي. په ویډيو کې تښتول شوي استادان له خپلو چارواکو غواړي چې د خلاصون لپاره یې باید له زور نه کار وا نه خیستل شي.
طالبانو هم ویلي ”له زور نه کار اخیستل به د بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړي“.



