د راپورونو په اساس سږکال د فراه ولایت کې پر نږدي ۱۷ زره هکتاره ځمکه د هنډوانو کښت شوی، اټکل کیږي چې ټول محصولات به يې له ۵۷۰ زره ټنه څخه زیات شي.
د کرنې اومالدارۍ وزارت چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په فراه کې به بزګر سږکال یوازې د هنډوانو له حاصلاتو شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ ګټه تر لاسه کړي.
د دې وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، وایی ‹‹ مونږ که هره کیلو هنډوا ڼه په لس افغانۍ محاسبه کړو له څلور میلیارد ډېرې افغانۍ به د کروندګرو جبونو ته له دې لارې ولاړې شي››
د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو تن غړی اعتبار خان ځدران وايي، که د کرنې وزارت له خوا د محصولاتو د ودې لپاره کار وشي؛ نو خصوصي سکتور به د محصولاتو د پروسس په برخه کي په میلیونونه دالر پانګونه وکړي.
د کارپو هانو په وینا؛ که د کرنې وزارت د هیواد ټولې برخې له کرنیزه اړخه زون بندې کړي؛ نو ښايي له دې اړخه به افغانستان په یو منظم اقتصادي سیستم کې دا خل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د یو کرنیز هېواد په توګه کولی شي له کرنیز اړخه زیات اقتصادي پرمختګ وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې بزګر لا هم شکایت لري چې دولت یې حاصلاتو ته په بازار موندلو کې پاتې راغلی او د دوی ټول کرنیز حاصلات یا خراب او یا په ارزانه بیه ترې لاړ شي.
دهقانان غوښتنه کوي چې د دوی کرنیزو توکو، تازه میوو ته باید سړې خونې جوړې، او نړیوال مارکیټ دې ورته پیدا کړي
فرید افغان


















