په يوه ګوته کارکوونکی کيبورډ

لاروی
دمخه مو دا معلومات ترلاسه کړي وو چې د ماوس او کيبورډ په وسيله يو انسان په کمپيوټر خط ليکلى او هم نور کارونه سر ته رسولی شي، چې په کمپيوټر کې په نصب کړل شوي کيبورډ باندې د دواړو لاسونو په ګوتو کار ترسره کېږي. اوس د نوې تکنالوژۍ په وسيله په اسانۍ سره په يوه ګوته يو انسان د لسو ګوتو کار کولاى شي.
مايکروسافټ په نویو آلاتو سره وښودله چې د ګوتې د چاپ په وسيله لکه په پېژندپاڼو او نورو کارونو کې چې د ګوته کارول کېږي، دارنګه به يوه ګوته د کمپيوټر د ټولو کارونو لپاره کارول کېږي. که يو انسان وغواړي په يوه ټاکل شوې ښيښه چې په کيبورډ کې ځاى پر ځاى شوې ده يوه ګوته کېږدي او د اړتيا وړ کارونو ته اشاره کوي، ټول کارونه په اسانۍ سره اجرا کېږي.
يو ګوتې کيبورډ څخه ټول کارونه په يوه وخت سره اخستل کېږي، چې کله کارکوونکې په يوه څرګنده ښيښه کومه ورکلکه کې کړي بيا د ګوتې په ښورولو سره خپله هغه کار ترسره کولاى شي کوم چې کول یې غواړي.
په يوه ګوته جوړ کړل شوي کيبورډ کې دا اسانتياوي هم شته چې کله برېښنا ولاړه شي تر ډېره وخته پورې کيبورډ بريښنا له ځان سره ذخيره کړې وي او په کيبورډ ترې کار اخستل کېږي.
په يوه ګوته کيبورډ کاروونکی به لومړی د کيبورډ د استعمال لپاره آى ډي جوړوي بيا به د جوړې شوې آى ډي په اساس د يوې ګوتې جوړ کيبورډ په فعاليت پیل کوي.
د دې کيبورډ ټول قيمت دېرش ډالره ښودل شوی دى چې امکان لري د وخت په تېرېدو سره د کيبورډ قيمت لوړ کړل شي.



