د جهادي قوماندانانو مرموزې وژنې

 تبصره

هغه وخت چې په افغانستان کې د کمونستي رژيم نيم واکه حکومت ؤ افغان استخباراتو به د کې، جي، بي په لارښوونه د هېواد قومي مشران، د ديني مدرسو او جوماتونو ملا امامان (علماء)، سياستوال، د قلم، علم او پوهې خاوندان په مرموز شکل سره په شهادت رسول. دې شهادتونو يو څه وخت دوام وکړ چې بالاخره په يادو اشخاصو خپله خاوره سره تبۍ وګرځيده. هغه يو شمېر اشخاص  چې د کمونستي رژيم له استخباراتو یې د خلاصون لار موندلې وه، بيا په هېواد کې نه ليدل کېدل چې ډيرى شمېر په هېواد مين اشخاص په مرګ هم خپل وطن ته را ستانه، نه  شول.

په افغانستان کې زيات مرګونه په زندانونوکې په مرموز شکل سره شوي دي، چې وروسته یې په ډله ييزه توګه د نورو شهيدانو د نوملړ سره نومونه اعلان کړل شول. په دې مرموزو وژنو کې د يو شمېر اشخاصو وژنې هدفي وژنې وى او اوس د دېرشو کالو وروسته بيا هغه مرموزې هدفي وژنې پیل شوې.

په افغانستان کې وژنې يو د بل سره توپير په شپنيو عملياتو کې  په ګوته شویو اشخاصو وژني، په زندانونوکې په لست کې د ورکړل شویو زندانيانو وژنې، چې اوسنۍ وژنې د تېرو وژنو سره په توپير داسې مرموزې وژنې دي چې يو څه وخت وروسته به یې د نه زغملو پايلې راڅرګندې شي.

دمخه چې کومې وژنې کېدې هغه يواځې د کمونستې رژيم پر خلاف د هغو کسانو وژنې وې چې د پلان سره سم په افغانستان کې تر  ٢٥٠٠٠ پورې هغه اشخاصو وژل په نظر کې نيول شوي وو، چې په مستقيم او غير مستقم ډول یې د لينيين او ستالين له نظر سره مخالفت درلود، خو اوسنۍ وژنې په عقيدوي مخالفت نه بلکې په سيمه ييز، ژبني، ګوندي اوسياسي مخالفتونو سره کېږي.

د يو څه مودې راپدېخوا، په هېواد کې د حزب  اسلامي تنظيم پورې اړوند جهادي قوماندان او مشران په مرموز ډول سره وژل کيږي، چې په دې وروستيو کې دې وژنو زور موندلی دى.

وړمه شپه د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په يوه جومات کې په لمونځ کوونکو بريد شوی دی، چې هدف یې د حزب اسلامي پورې د اړوند يو پخواني قوماندان وژل وو، خو ورسره يو بل کليوال هم ووژل شو او دوه تنه ژوبل دي چې بريدګر د حزب اسلامي د قوماندانو د وژنو په څېر په خپل هدف کې بريالي شوي دي.

د دې بريد مسئوليت لا چا پر غاړه نه دی اخستی او نه یې شايد واخلي، ځکه دا بريدونه د نورو عامو بريديونو سره چې مسئوليت یې پرغاړه اخیستل کيږي توپير لري. هغه د جګړې د ګټو او تاوانونو پورې اړه لري او دا د سياسي هدف پورې تړلي بريدونه او وژل دي.

په تېرو کلونو کې هم د حکمتيار ګوند پورې اړوند قوماندانان وژل کېدل، خو د کله نه چې حکمتيار د حکومت سره يو ځای شوی دى، د هغه د پلويانو په وژنو کې زياتوالی راغلى دى؛ ځکه څوک حکومت ته د حکمتيار د ورتګ سره مخالف دي او څوک په حکومت کې د حکمتيار ځايول نه شي زغملاى، چې شايد دا وژنې په پښتون مېشتو سيمو کې د وژنو وروسته نورو سيمو ته هم وغځېږي.

په هېواد کې د يوه ګوند د پلويانو او يا د حکومت په چوکاټ کې د ځینو اشخاصو وژل، په اصل کې سالمه حکومتولي وجود نلري چې په دغه ډول حکومت کې ژبني، قومي، ګوندي او سيمه ييزو مسايلو ته زياته لمن وهل کېږي چې بالآخره په مرموز ډول هدفي وژني پکې دوام مومي.

که حکومت په روان حالت کې پاتې شي او خپله بڼه بدله نه کړي، شايد د قوماندانانو او حکومتي اشخاصو د وژنو ترڅنګ سيمه ييزې او په ژبني تعصب ولاړې وژنې سر را پورته کړي. ځکه دا مهال په حکومت کې دننه سياسي او قومي مسايلو او اختلافاتو زور موندلى دى، چې د حکومت مخالف وسله وال به ترې په ګټه پورته کولو سره د نظام شتون له ګواښ سره مخ کړي چې يو څه د ګواښ سره مخ هم دى.

که په روانو حالاتو پوره غور ونه کړل شي، د جهادي قوماندانانو د وژنو تر څنګ به د سياسي اشخاصو وژنې هم پيل شي چې دا مسايل بيا هېڅکله مهارېداى نه شي او سرچينه به ېې په هېواد کې د جهادي قوماندانانو مرموزې وژنې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button