امريکا د پاکستان او افغانستان لپاره د خاص استازي څوکۍ ختموي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳)

د سي ان ان او وال سټريټ ژورنال په خپل راپور کې ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په پام کې لري چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي څوکۍ له منځه یوسي.

وال سټريټ ورځپاڼې په خپل راپور کې ليکي، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازي لارل مېلر ماموریت د جمعې په ورځ پای ته ورسېد، خود ټرمپ حکومت دغې څوکۍ ته بل کس نه ټاکي او غواړي دغه ماموريت پای ته ورسوي.

د سرچينې په وينا د ځانګړو استازو مسئوليتونه به د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا د چارو دفتر ته وسپارل شي.

په داسې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پورې د افغانستان او پاکستان د ځانګړې استازولۍ دغه تړلی ماموريت پای ته رسېږي چې د ټرمپ اداره غواړي په افغانستان کې امريکايي ځواکونه ډیر او دغه ماموريت لاپسې وغځوي.

ولسمشر ټرمپ د دفاع وزير جېمز متس ته دنده سپارلې چې د دواړو هېوادونو لپاره تګلاره جوړه او افغانستان ته د اضافي پوځيانو د شمير  او د استولو په اړه د پريکړې واک يې هم ورکړی دی.

ويل کېږي، چې افغانستان د جګړې په اړه به د ټرمپ ځنډېدلې ستراتیژي د راتلونکې جولاي مياشتې تر نيمايي پورې اعلان کړي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button