چين کې د ځمکې ښوېيدو پېښه کې سل کسان ورک دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳)

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو پر اساس د چين په سيچوان ولايت کې د ځمکې ښوېيدو پېښه کې ۴۰ کورونه د خارو لاندې شوي چې لږ ترلږه سل کسان پکې لادرکه شوي دي.

د یاد ولايت د شينمو ولسوالۍ د مایوشیان کلی چې د غره په لمنه کې پروت دی نن سهار د سختې زلزلې له امله ټول ښوېيدلی دی.

د پېښې ځای ته مرستندويه ډلې او بلډوزرونه رسېدلي د لادرکه خلکو لټون يې پيل کړی، خو تر دې دمه يې څوک موندلي نه دي.

د چین د شینهوا خبري اژانس ویلي، د دې ځمکې ښويېدنې له امله د سيند غاړې دوه کيلو متره کې پراته کلي هم زيانمن کړي دي.

ښايي په پېښه کې د قربانيانو شميره تر دې هم لوړه شي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button