(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳)
د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ډلې پخوانی نظامي عمومي مسؤل قوماندان امان الله د ډرون په بريد کې ووژل شو.
پر نوموړي تېره شپه د کنړ په شيګل ولسوالۍ کې د درې بجو په شاوخوا کې د بهرنيو بې پيلوټه الوتکې له لوري بريد شوی او وژل شوی دی.
د کنړ امينه قومندان پېښه تائيدوي او وايي، چې قوماندان امان الله د يادې ولسوالۍ په لاحسين دره کې په بريد کې وژل شوی.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې پر نوموړي سربېره د هغه درې نور ملګري هم وژل شوي دي.
قوماندان امان الله دولت ته د حکمتيار له يو ځای کېدو مخکې د دغه ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه پاتې شوی دی.
قوماندان امان الله د حکومت سره د حکمتيار پر يوځای کېدو نا خوښی و او پرهغه يې نيوکې کولې.
په سوشل ميډيا، فسبوک او نورو رسنيو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګوندې قوماندان امان الله جلا تنظيم اعلان کړی او مشري يې هم په خپله کوله.
افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ راهيسې ډیر لږ د دغه ګوند قوماندانان د بهرنيو ځواکونو د ډرون بريدونو ښکار شوي دي، خو دا د حزب اسلامي او د دولت تر منځ د سولې له تړون وروسته لومړی حزبي قوماندان دی چې د بهرنیانو په ډرون برید کې وژل کېږي.
تر اوسه د حزب اسلامي حکمتيار ګوند د دغه قوماندان د وژنې په هکله غبرګون نه ښودلی.
-الماس خدرخېل-
















